تازه خبرونه
د ولسي جرګې د ریاست له غوراوي نه تېریږم- رحماني
که څه هم د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې په لانجه واوښتې؛ خو میر رحمان رحماني، چې بریالی اعلان شوی پرته لدې، چې د جرګې په عمومي ناستو کې ګډون وکړي د جرګې په ریاست کې یې خپلو چارې روانې ساتلې دي.
د ولسي جرګې بریالی اعلان شوی رييس میر رحمان رحماني وايي، چې د مصلحتونو او ملي ګټو لپاره یې تر اوسه د جرګې د ریاست څوکۍ نده نیولې.
دی ادعا کوي، چې د کورنیو دندو او اصولو له مخې یې د ریاست لپاره پنځوس جمع یوه رایه خپله کړې ده؛ خو ځينې قانون ماتوونکې کړۍ غواړي، چې د ولسي جرګې دا ستونزه همداسې روانه وي.
رحماني زیاته کړې؛ د ریاست لپاره په تر سره شويو ټاکنو کې هیڅ داسې قانوني ستونزه نه وه، چې په وینا يې لانجه راپورته کړي.
د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو پر سر را ولاړه شوې لانجه تر اوسه همداسې پیچلې پاتې ده او د جرګې غړي یې په حل کولو ندي بریالي شوي.
خبریال: رفیع صدیقي