تازه خبرونه

د ولسي جرګې اداري پلاوی بشپړ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې د علني رای اچونې په لړ کې کریم اتل د منشي او عرفان الله عرفان د دارالانشا د مرستیال په توګه وټاکل شول.

د ولسي جرګې د رييس او مرستیالانو له ټاکل کیدو وروسته د منشي او د منشي د مرستیال لپاره څلور ځله ټاکنې وشوې، چې هیڅ یو هم د پنځوس جمع یوې رایې په تر لاسه کولو بریالي نه شول.

دغو څوکیو ته اته کسانو ځانونه نوماند کړي وه، چې هیڅ یو یې د پنځوس جمع یوې رایې په ترلاسه کولو کې بریالي نه شول.

د ولسي جرګې رييس میرحمان رحماني څرګنده کړې، د جرګې د کورنیو اصولو له مخې؛ که په څلور پړاوونو کې څوک بریالي نشي؛ نو د دوه مخکښو نوماندانو لپاره علني رایې کارول کیږي.

د جرګې غړیو کریم اتل د علني رایې په لړ کې د منشي او عرفان الله عرفان د منشي د مرستیال په توګه وټاکل، چې له دې سره د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټآکنې هم بشپړې شوې.

په پام کې ده، چې ولسي جرګه د کمیسیونونو رييسانو پر ټاکلو هم پیل وکړي. دا، چې دوی به د اوړي له رخصتۍ مخکې د جرګې د کمیسیونونو د رییسانو پر ټاکلو بریالۍ شي او که نه! وخت به یې روښانه کړي.

Trending

Exit mobile version