تازه خبرونه
د کندهار پر امنیه قومندانۍ بريد د کوټي له چمن ښاره رهبري کيده
دوى وايي، چي د پنجشنبې ورځي( د چنګاښ ۲۷) په بريد کي ۱۱ کسان وژل شوي او نږدې سل کسان پپیان دي، چي زياته برخه ملکي کسان ول.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب وايي، په دې بريد کي ټول ٧ تنه ملکي وکړي او ٣ تنه پوليس وژل شوي ٥٩ ملکي کسان او ٢٧ تنه پوليس ټپيان دي، چي اوس د ټولو زخميانو روغتيايي حالت د ډاډ وړدى او د بريد په سيمه کي د پاکولو هڅې روانې دي.
د دوى په خبره، چي په دې بريد کي درې موتر بمونه او يو موترسايکل چاودني وکړې او وروسته ٧ تنه وسلوالو پر امنيې قومندانې بريد وکړ.
د کندهار والي په وینا؛ په ګمرک کي د سوداګرو مالونو اور اخيستى او په ميليونونو افغانۍ زيان ورته اوښتى دى.
د دې ولايت امنيه قومندان وايي د دوى د معالوماتو له مخي دغه بريد د ديورند فرضي کرښي له ها خوا د چمن له ښاره د ملا آغاجان په نامه يو کس رهبري کاوه.
د کندهار امنيه قومندان بريدجنرال تادين خان ویلي، چې وسلوال طالبان د افغانانو پر وينه د سولي په خبرو کي د زيات امتياز د تر لاسه کولو په لټه کي دي.
د کندهار د ګمرک ریيس محمد اکبر وايي، چي په دې بريد کي ګمرک او ملي سودا ګرو ته ٣٠٠ ميليون افغانۍ مالي زيانونه اوښتي دي.
وسلوالو طالبانو د پنجشنبې د ورځي په بريد کي د ګڼشمېر نظامي کسانو د وژلو ادعا کړې او وايي، چې دغه بريد په هېواد کي دننه پلان شوى و او د کندهارد ولايتي چارواکو دا ادعا بې بنسټه بولي، چي دغه بريد په پاکستان کي پلان شوى و.
خبریال: بریالی رحیمي