تازه خبرونه
د ولسمشر پر فرمان د سولې عالی شورا د دارالانشا ریاست لغو شو
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي زیاته کړې، چې د سولې عالي شورا د دارالانشا مسوولیتونه به د سولې په چارو کې د دولت نوي رامنځته شوي وزارت ته وسپارل شي.
ولسمشر اشرف غني د روان کال د چنګاښ پر اتمه، د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کړ او د ولسمشرۍ د دفتر پخوانی رییس سلام رحیمي یې د دغه وزارت مشر کړ.
د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولې مشورتي جرګې د ټینګار له مخې رامنځته شوه.
د دغې شورا موخه، له طالبانو سره د سولې لپاره هلې ځلې ښودل شوي دي.
د دغې شورا لومړنی رییس برهانالدین رباني و، چې په خپل کور کې د ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
بیا د دغې شورا ریاست پیر سیداحمد ګیلاني ته وسپارل شو او د هغه له مرګ وروسته په ۱۳۹۱ کال کې د ولسمشر غني لخوا د دې شورا رییس محمد کریم خلیلي ونومول شو، چې تر دې دمه رییس پاتې شوی دی.
دغې شورا د پیر صاحب پر مهال د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې زمینه برابره کړه او نوموړی هم په هېواد کې ښکاره شو.
د یادونې ده، چې پر دغې شورا نه یوازې په روان کړکیچ کې د ښکېلتیا تور پورې شوی، بلکې ویل کیږي، چې له لاسته راوړنو پرته ډېر معاشونه اخلي او دولتي امکانات هم پخپله خوښه کاروړي. له همدې کبله ولسمشر غني اړ شو، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته او د دې شورا د دارالانشا ریاست لغو کړي.