تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله به د لیندۍ پر ۱۵ اعلان شي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي مهالوېش له مخې به د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله د لیندۍ پر ۱۵ اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې رحیمه ظریفي وایي، چې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام نېټه په سایت کې شته. مونږ هڅه کوو، چې د رایو بیا شمېرنه ژر پای ته ورسوو او وروستۍ پایله په ډاګه کړو.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویلي، چې ټاکل شوې نېټه د کړنلارو او ټاکنو قانون خلاف ده.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض ویلي؛ کله، چې د کمیسیونونو تر منځ د وخت واټن رامنځته شي، قانون به یې معیار وي. د دغه قانون له مخې؛ د شکایتونو کمیسیون غبرګونونو او شکایتونو ته د لاسرسي لپاره ۳۷ ورځې وخت لري.
په ټاکنو خپلواک کميسیون کې تر اوسه د بایومتریکي رایو د چاڼ کولو لړۍ پای ته نده رسیدلې او دې کمیسیون ویلي؛ د یوسل و اووه دېرش زره رایو برخلیک، چې کمیسیون له درمالوګ شرکت څخه په دې تړاو سپیناوی غوښتی و، ښکاره کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې ۱۳۷ زره رایې قرنطین شوي؛ سباته، چې د رایو چاڼ تر سره شي بیا به یې په اړه هر څه ښکاره شي.
د ټاکنیزو ډلو څاروونکي بیا د رایو د چاڼ په تړاو اندېښمن دي.
ټاکنڅاري هم ټینګار کوي، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د رایو د پاکولو په بهیر کې له بشپړې روڼتیا کار واخلي.