بی بی سی پښتو
د ولسمشرۍ ماڼۍ ۲۰ کارکوونکي په کورونا ویروس اخته شوي
د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي فارسي ته ویلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا ۲۰ کارکوونکي په کورونا ویروس اخته شوي دي. د سرچینې په وینا د دغو کسانو د ازموینو پایله مثبته ختلې او دوی اوس قرنطین شوي دي.
د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون هم خبر ورکړی چې داسې اسناد یې موندلي چې ښيي د ولسمشرۍ ماڼۍ ځینې کارکوونکي په کورونا اخته شوي او اوسمهال د روغتیا وزارت یوه کاري ډله د ولسمشر د دفتر له کارکوونکو د دې ویروس د معلومولو لپاره نمونې اخلي.
تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
- د کورونا په اړه ځانګړې پاڼه
- کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی
- کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو
همدارنګه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۴ مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دې هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد.
د دوی له ډلې تر اوسه ۱۸ تنه مړه شي او ۳۷ تنه روغ شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحید مجروح په خبري غونډه کې وویل چې په دې هېواد کې ۴۰۹۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې ۵۵۵ مثبتې وې.
ښاغلي مجروح زیاته کړه، دا ۳۴ پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولایتونو کې ثبت شوي دي چې له ډلې په کابل کې ۸، هرات کې ۸، کندهار کې ۵، نیمروز کې ۴، بلخ کې ۴، وردګ کې ۲ په بغلان، بادغیس او غور کې بیا یوه یوه ثبته شوې ده.
په همدې حال کې د کندهار امنیې قومندانۍ د اور وژنې ادارې په همکارې ددې ولایت په ښار کې د کورونا وېروس د مخنیوي په خاطر د درمل شېندلو چارې پيل کړي دي. تر دې وړاندې مهمند ګروپ او افغان بیسیم شرکتونو هم دغه ښار کې پر هټیو او مارکیټونو مکروب وژونکې مایع شېندلي و.
تراوسه افغانستان کې د کورونا ډېرې پېښې له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ثبتې شوې دي.
پر کابل او هرات سربېره دا ناروغي تراوسه په سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغیس، سرپل، پکتیکا، بغلان، کندوز، غور، پکتیا، تخار او فاریاب کې پېژندل شوې ده.
اندېښنې شته چې ممکن افغانستان کې د کورونا د ازمېښت د محدودیت له امله په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر وي چې تراوسه پېژندل شوي دي.