تازه خبرونه

د ولسي جرګې پر دارالانشا د فساد لګیدلو تورونو رییس او مرستیال وهڅول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې رييس لویې څارنوالۍ ته مکتوب استولی او غوښتنه یې کړې، چې د جرګې پر دارالانشاُ د اداري فساد د تورونو ورلیږل شوې دوسیه ونه څېړي .

 د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون په ډاګه کړې، چې که لیږل شوې دوسیه ونه څېړل شي، دوی به خپله لاس په کار شي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي بیا وايي، چې د اداري پلاوي له پرېکړو سره سم یې لویې څارنوالۍ ته مکتوب استولی، چې په وینا يې د جرګې حیثیت ته پام وشي.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې پر دارالانشا د اداري تورونو لګول د ملت کور یا ولسي جرګې ته سخت ټکان ورکړی دی.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازی احمد شاه رمضان وایي، تر هغې، چې د رییس او مرستیال موضوع حل نشي ولسي جرګه به تر پوښتنو لاندې وي او نور دې جرګې ته نه راځم او په بشپړ احترام له تالار خوشې کوم.

پهخ ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی سید اکرام وایي؛ تر هغې، چې په ولسي جرګه کې د فساد قضیه  حل نشي؛ د حکومت یو چارواکی هم راغوښتلی نشو؛ ځکه، چې خپله پر فساد تورن شوي یو.

هغه زیاتوي، ولسي جرګه باید قرباني نشي.    

څه موده مخکې د ولسي جرګې لومړي مرستیال لویې څارنوالۍ ته داسې اسناد ولیږل، چې له مخې یې پر دارالانشا  د فساد تورونه لګول شوي دي. د دارالانشا رييس بیا دغه تورونه بیځایه ګڼي.

خبریال: رفیع صدیقی

Trending

Exit mobile version