تازه خبرونه

د ولسي جرګې پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې شي- د پکتیا نوماندان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په پکتيا کې د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو او ملاتړيو یې د یوه لاریون په ترڅ کې له مسوولو بنسټونو وغوښتل، چې په ټاکنو کې د شوې درغليو سپيناوی دې وشي او پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې شي.

ولسي جرګې ته ځینو نوماندانو او پلویانو يې په ګردیز ښار کې د دې لپاره لاریون وکړ، چې پاکې رايې دې له نا پاکو هغو بېلې، بې بايومتريکه رایې دې باطلې شي.

دوی وايي، په ټاکنو کې د پکتیا په یو شمېر ولسواليو کې د ډېري نوماندانو او زور واکو لخوا د رايې اچونې صندوقونه ډک شوي، چې باید رايې يې باطلې اعلان شي.

دوی حکومت په ټاکنو کې پر لاسوهنه تورن کړ او وايي، د ځينو کانديدانو په ملاتړ یې په مرکز او ولسواليو کې درغليو ته زمينه برابره کړې وه؛ ځکه، نو په درغليو کې ښکېل کسان دې مجازات شي.

نوماندانو ګواښ وکړ، که د ولسي جرګې په دې ټاکنو کې د درغليو او په کې د ښکېلو کسانو مجازات او سپيناوی ونشي، خلک به وهڅوي، چې په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون و نکړي.

د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کميسيون رییس هدایت الله عصمتي ویلي؛ شاوخوا ۴۵۰  شکايتونه ورته رسیدلي، چې ځينې یې څېړل شوي او پر نورو یې جدي څېړنې روانې دي. دغه ډاډ ورکوي، چې هيڅ ډول مداخله او معامله به په کې ونشي.

د پکتيا محلي اداره هم په ټاکنو کې د ځينو دولتي کسانو لاسوهنه مني او وايي، په دې تور یې د ځاځي اريوب، ميرزکې او احمدخېلو ولسواليو امنيه قومندانان له دندو ګوښه کړي دي.

خبریال: فریدالله احمدزي

Trending

Exit mobile version