تازه خبرونه
د ولسي جرګې پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې شي- د پکتیا نوماندان
په پکتيا کې د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو او ملاتړيو یې د یوه لاریون په ترڅ کې له مسوولو بنسټونو وغوښتل، چې په ټاکنو کې د شوې درغليو سپيناوی دې وشي او پاکې او ناپاکې رایې دې سره بېلې شي.
ولسي جرګې ته ځینو نوماندانو او پلویانو يې په ګردیز ښار کې د دې لپاره لاریون وکړ، چې پاکې رايې دې له نا پاکو هغو بېلې، بې بايومتريکه رایې دې باطلې شي.
دوی وايي، په ټاکنو کې د پکتیا په یو شمېر ولسواليو کې د ډېري نوماندانو او زور واکو لخوا د رايې اچونې صندوقونه ډک شوي، چې باید رايې يې باطلې اعلان شي.
دوی حکومت په ټاکنو کې پر لاسوهنه تورن کړ او وايي، د ځينو کانديدانو په ملاتړ یې په مرکز او ولسواليو کې درغليو ته زمينه برابره کړې وه؛ ځکه، نو په درغليو کې ښکېل کسان دې مجازات شي.
نوماندانو ګواښ وکړ، که د ولسي جرګې په دې ټاکنو کې د درغليو او په کې د ښکېلو کسانو مجازات او سپيناوی ونشي، خلک به وهڅوي، چې په راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون و نکړي.
د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي کميسيون رییس هدایت الله عصمتي ویلي؛ شاوخوا ۴۵۰ شکايتونه ورته رسیدلي، چې ځينې یې څېړل شوي او پر نورو یې جدي څېړنې روانې دي. دغه ډاډ ورکوي، چې هيڅ ډول مداخله او معامله به په کې ونشي.
د پکتيا محلي اداره هم په ټاکنو کې د ځينو دولتي کسانو لاسوهنه مني او وايي، په دې تور یې د ځاځي اريوب، ميرزکې او احمدخېلو ولسواليو امنيه قومندانان له دندو ګوښه کړي دي.
خبریال: فریدالله احمدزي
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
لوبی5 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه5 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
نړۍ5 days ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي