تازه خبرونه
د ننګرهار په چمتله کې دوه وسلوال طالبان نیول شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
سرچینې دا هم څرګنده کړې، چې په اړوند سیمه کې یو شمېر وسلوالو طالبانو د ملي اردو له ځواکونو سره نښته کړې، چې په کې د امنیتي ځواکونو پر ډزو دوه مخالف وسلوال لومړی ټپيان او بیا ژوندي نیول شوي دي.
نیول شوي وسلوال طالبان هر یو نورالله(عمر) او عبدالاحد نومیږي، چې له یو میل کلاشینکوف، څلور شاجرونو، یو شمېر مرمیو او یو موتر سایکل سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي
خبریال: رحمت الله زیارمل.