تازه خبرونه
د لوګر په ولایت کې د ۳۰۰ بستریز روغتون پرانیسته
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لوګر په ولایت کې د نائب امین الله خان درې سوه بستریز روغتون ګټې اخیستو ته وسپارل شو.
دا روغتون د پاکستان په مالي مرسته جوړ شوی چې نولس میلیون ډالر لګښت پرې راغلی او په شل جریبه ځمکه کې جوړ شوی.
د عامې روغتیا وزیر وایی، دا روغتون کولی شي د لوګر او سویل ختیځ زون روغتیایي ستونزې کمې کړي.
په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر شهریار افریدی ددې روغتون پرانیستې ته ورغلی و. هغه وویل، افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه دي او غواړو چې خپلې اړیکې لاګړندۍ کړو.
د دې روغتون کار په ۱۳۸۷ کال کې پیل شوی وو، دا روغتون د لوګر مرکز اړوند کنجک سیمه کې جوړ شوی دی.
خبریال: فریدالله احمدزی