تازه خبرونه
د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ په کابل کې د ورزشکارانو ګډه ناسته ترسره شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پنجشنبې پر ورځ(د زمري ۳۱) په کابل کې د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ ځانکړی مراسم جوړ شول، چی په کې له دوه زره ډېرو لوبغاړیو ګډون کړی وه.
د ورزش او بدني روزنې ریاست اداري او مالي مرستیال څرګنده کړې؛ دا غونډه د ورزش او بدنې روزنې په ریاست کې، چی د ۲۵۰۰ کسانو وړتیا لري جوړه او په کې بېلا بېل ورزشي حرکتونه او لوبې پیل شوې.
د ا لومړی ځل دی، چي په دې لوبغالي کې ښکلا، شور، ځوږ او بدني ولولې ښکاره او وړنادې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ورزش مسوولینو په وینا بېلا بېلې ملي لوبې د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخیستو سلمې کلیزې په ویاړ تر سره کیدونکې دي.