تازه خبرونه
د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته د کونړ له نورګله داعشیان راځي
د ننګرهار د دره نور ولسوال هجرت الله ګردیوال په یوه خبرې ناسته کې څرګنده کړې، چې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د داعش جنګیالي فعال دي او کله نا کله د شپې په تیاره کې دره نور ته هم راځي؛ خو دره نور ته تر دې دمه ترې ګواښ نشته.
هجرت الله ګردیوال وايي، که څه هم په کونړ کې داعش او په لغمان کې طالبان فعال دي؛ خو دره نور امن دی او هره میاشت د یادې ولسوالۍ د ښایسته درو د کتلو لپاره شاوخوا شپږ زره سیلانیان راځي.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې په دره نور ولسوالۍ کې سیلانیانو ته آسانتیاوې رامنځته کړي، چې د دغې ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د لیدونکیو شمېر ډېر او خلکو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.
د کوز کونړ ولسوال وایي؛ د لرګیو قاچاق دغلته د مخالفانو د عاید ښه سرچینه ده.
که څه هم د یادو ولسوالیو ولسوالان خپل تېر یو کلن ماموریت بریالي بولي؛ خو خلک وايي، خپلو چارو ته بشپړه پاملرنه نلري.
په ننګرهار کې ولسوالان د رسنیو مرکز ته راځي او د خپل یو کلن فعالیت معلومات وړاندې کوي؛ خو مدني فعالان وايي، دا ناستې سمې ندي، ځکه ولسوالان د خپلې خوښې ګزارش ورکوي او بېرته ځي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني دوه اوونۍ مخکې په ننګرهار کې د داعش د ماتې اعلان کړی و.