Connect with us

تازه خبرونه

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته د کونړ له نورګله داعشیان راځي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د دره نور ولسوال ویلي؛ د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د داعش جنګیالي فعال دي او کله ناکله د شپې لخوا دره نور ته هم راځي.

د ننګرهار د دره نور ولسوال هجرت الله ګردیوال په یوه خبرې ناسته کې څرګنده کړې، چې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د داعش جنګیالي فعال دي  او کله  نا کله د شپې په تیاره کې دره نور ته هم راځي؛ خو دره نور ته تر دې دمه ترې ګواښ نشته.

هجرت الله ګردیوال وايي، که څه هم په کونړ کې داعش او په لغمان کې طالبان فعال دي؛ خو دره نور امن دی او هره میاشت د یادې ولسوالۍ د ښایسته درو د کتلو لپاره شاوخوا شپږ زره سیلانیان راځي.

نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې په دره نور ولسوالۍ کې سیلانیانو ته آسانتیاوې رامنځته کړي، چې  د دغې ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه د لیدونکیو شمېر ډېر او خلکو ته په کې د کار زمینه هم برابره شي.

د  کوز کونړ ولسوال وایي؛ د لرګیو قاچاق دغلته د مخالفانو د عاید  ښه سرچینه ده.

د کوز کونړ ولسوال محمداسماعیل شینواري ويلي: په نورګل او دره نور کې د لرګیو قاچاق کېږي، چې ګټه یې مخالفانو ته هم رسېږي؛ خو حکومت د لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی او زیاته اندازه لرګي یې نیولي دي.

که څه هم د یادو ولسوالیو ولسوالان خپل تېر یو کلن ماموریت بریالي بولي؛ خو خلک وايي، خپلو چارو ته بشپړه پاملرنه نلري.

په ننګرهار کې ولسوالان د رسنیو مرکز ته راځي او د خپل یو کلن فعالیت معلومات وړاندې کوي؛ خو مدني فعالان وايي، دا ناستې سمې ندي، ځکه ولسوالان د خپلې خوښې ګزارش ورکوي او بېرته ځي. 

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني دوه اوونۍ مخکې په ننګرهار کې د داعش د ماتې اعلان کړی و.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!