Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کسبګرو او اصنافو خونه پرانستل شوه

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د اصنافو او کسبګرو اتحادیه، د اصنافو او کسبګرو پر خونه بدله کړې، چې موخه یې اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

ننګرهار یو له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه دی؛ خو دمګړۍ په جلال آباد  کې د اصنافو او کسبګرو درې خپلسرو اتحادیو د حکومت له سرخوږیو  سره مخ کړی دی.

د افغانستان د کسبګرو او اصنافو خونې مرستیال نورالحق نذیرعمري ويلي،  د صنفونو د یوالي او  کاروباریانو ته د ښې اقتصادي ودې لپاره یادې اتحادیې د اصنافو او کسبګرو پرخونې بدلې شوې.

د زرګرانو د صنف مشر شریف احمدي ويلي، په جلال آباد کې د پلور خپلسري ډېره شوې ده.

هغه زیاتوي، د  توکیو د پلور په ګدوډیو کې د سیمه ییزو چارواکو هم ګټه وه؛ ځکه یې په کې اصلاحات نه پلي کول.

د نجارانو اتحادیي مشر محمد داود جمالزی وايي، د اصنافو او کسبګرو د واحدې رسمي خونې رامنځته کیدل به د خپلسریو مخنیوی وکړي.

د اصنافو او کسبګرو د خونې موقت مشر عزیزالرحمان عرب وايي، چې درې میاشتې وروسته به د نوې رهبرۍ لپاره أزادې ټاکنې تر سره شي.

په ننګرهار کې دې خونې ته هیلې ډېرې ښوي؛  تازه د کلدارې پر ځای افغانۍ دود شوي، خو د هټیوالو او کسبګرو لخوا خپلسري او په لوړ نرخ د توکیو پلور د دې باعث شوی، چې عام خلک تاواني شي. اوس تمه داده، چې د دې خونې له جوړیدو وروسته به په بازار کې دغه خپلسري یو څه وڅارل شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!