Connect with us

پرمختګ او بشپړتیا

جاپانی داکتر ناکامورا د کونړي سیند د اوبو قرباني شو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د طب داکتر ناکامورا، چې په خټه جاپانی و؛ تېره ورځ له خپلو پېنځه افغان ستاتونکیو سره د کونړي سیند قرباني شو؛ خو خدمتونه به یې تر پېړیو ژوندي وي.

د داکتر ناکامورا همکاران وايي؛ په ۱۹۸۴ کې یې د پېښور افغان کډوالو ته روغتیايي خدمات پیل کړي وه، د مجاهدینو په واکمنۍ کې له پېښوره ننګرهار ته راغی او له څه وخت وروسته په ۲۰۰۳ کال کې یې د وچو دښتو آبادولو ته پام شو او خپل کار یې  ګمبیري دښتې ته له کونړي سیند څخه د اوبو پر پورته کولو پیل کړ، چې د خپلو اته کلنو نه ستړي کیدونکیو هڅو په پایله کې یې مروارید نومی ۲۵ کیلو متره کانال بشبړ کړ.

د ښیوې ولسوالۍ استوګن  محمدبصیر ویلي، چې داکتر ناکامورا داسې یوه دښته شنه او زرغونه کړه، چې مرغۍ به په کې جل وهله. اوس د هغه د کار له برکته مونږ نه یوازې شنه سیمه لرو، بلکې له پېنځه ویشت نیم کیلو متره مروارید نومي کاناله هم برخمن یو او اوس مو ترې درې نیم زره هکتاره ځمکه خړوبیږي.

 د ښیوې یو بل استوګن ښایسته باز، چې د داکتر ناکامورا هڅو اغېزمن کړی وایي؛ د زیړي بابا نه تر دې ځایه، له کامې راونیسه تر باراباده دا ټوله ځمکه خدای آباده کړه ده آباده کړه.

نوموړی زیاتوي؛ ده لومړی سربندونه جوړ کړل، اوبه یې ورته راوستې او ځمکې یې راته خړوبه کړې. ان د سیمې له خلکو سره دمره بلد او آشنا شو، چې زمونږ د ناروغانو پوښتنې او درملنې ته به هم کورونو ته روان و.

ناکامورا په کامه او ښیوه کې ۶ کانالونه، ښیوه والو ته یو دارلعلوم، یو لوی جومات، سلګونه پُلچکونه او لسګونه کلیوالي لارې هم جوړې کړي دي.

د ناکامورا د کاري هڅې له نورو مرستندویانو ځانګړې بڼه لرله او شعار یې دا و، چې: زه هلته ځم او کار کوم، چې نور نه ځي.

ناکامورا په خپلو پروژو کې د سیمې له موادو او د ځايي خلکو له مټو ګټه پورته کړې او پر لږ لګښت یې ډېر کار کړی دی.

افغان هېواد د ګنو بدو پېښو او وژنو نه یوازې شاهد و او دی، بلکې خلک او ولسونه له دې پېښو خواشیني شوي هم دي. د ده او ساتونکیو وژنې د ننګرهار خلک دومره خواشیني کړي، چې وايي، دې پېښې د دې هېواد نور تېر غمونه ترې هېر کړي دي.

د سیمې ځايي استوګن سید حمیدالله وایي؛ خلک مو په کاري برخه کې یتیمان شول، دغه کانال، چې اوس په کې اوبه روانې دي بې سرپرسته شو. هغه شپه او ورځ کار ته چمتو و او دلته به راتلو او کار به یې کاوه. د هغه ټولې هڅې زمونږ لپاره وې، زمونږ د هېواد لپاره وې او همدې ته یې خولې تویولې.

د ناکامورا د پارک ساتوونکی عبدالمنان خان وایي، مونږ ورپسې ډېر خفه یو؛ هغه دلته کار کاوه او نورو ته یې د کار زمینه برابروله. لکه څومره، چې افغانان او د افغانانو  خاوره پرې ګرانه وه، هومره یې ځان هم ترې ځار کړ او په همدې خاوره کې ووژل شو. روح یې ښاد او یاد یې تازه اوسه.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال عبدالله شنیواری وايي، د ناکامورا خدمتونه او د کونړي سیند د اوبو مدیریت د هغه د وژنې لاملونه دي.

خلک او ولسي استازي پرچارواکو سختې نیوکې کوي او وايي، ولې یې د افغان وطن یو لوی خدمتګار ناکامورا ونه شو ساتلی.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ابرارُالله مراد ویلي؛ ناکامورا پلان درلوده، چې له کونړي سیند څخه دوه یم مروارید کانال پورته کړي او پر کابلي سیند یو سربند هم جوړ کړي.

تراوسه د ناکامورا او د هغه د پېنځه افغان ساتوونکیو قاتلین ندي نیول شوي؛ خو د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، چې په اړه یې پرمختګ شونی دی.

د ناکامورا د ورځني ژوند او خاطراتو په اړه د هغه افغان همکارانو ویلي؛ داسې هیڅ ندي شوي، چې ناکامورا دې کومه ورځ کار ته ناوخته راغلی وي او یا یې ویلي وي، چې دا کار نه کېږي.

ناکامورا خلکو ته د کار ترڅنګ د همکارۍ، هېواد غوښتنې، پالنې او مینې لارښوونې هم کولې او افغانانو هم افتخاري افغان نومولی و.

افغان کاکا مراد ۱۶ کاله په ننګرهار کې بېلابېل کارونه کړي؛ خو د تېرې چهارشنبې پر سهار( د لیندۍ ۱۳/ د دسمبر ۴) د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپلو پېنځه افغان ساتوونکیو سره په یو وسله وال برید کې ووژل شو، چې په کور د ننه او بهر یې وژنې سخت غبرګونو او غندنې راوپارولې.

خبریال: رحمت الله زیارمل

پرمختګ او بشپړتیا

په پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.

Published

on

د پنجشیر سیمه‌ییزو چارواکي ويلي؛ د دې ولایت د والي له‌خوا د ۴۵۱ میلیون افغانیو پر ارزښت د پنجشېر او تخار ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.

چارواکو ویلي؛ پر تخار او پنجشېر سربېره به بغلان، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د هېواد له مرکز کابل سره ونښلیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د بدخشان- پنجشېر سړک، چې ۲۹۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري؛ بشپړېدو ته نږدې دی. دغه راز د نورستان- پنجشیر ۱۶ کیلومټره سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او په راتلونکي کې د دې ولایت والي د دې سړک د پراخوالي ډاډ ورکړ دی.

Continue Reading

پرمختګ او بشپړتیا

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي پیل خبرې وکړې

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دې روستیو کې د ترکمنستان هېواد له مسوولینو سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل پر عملي بهیر خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي اړینې پروژې د چارو د پیل په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې. په دې  کتنه  کې  دواړه لوریو ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټاپي پروژې د کار بهیر پیلول غواړي.

د اسلامي امارت مسوولینو د دې  پروژې د عملي  کار د پیل لپاره  چمتووالی ښود لی.

د خصوصي سکتور غړي هم  د دې  پروژې د کار د عملي  چارو پیل د افغانستان اقتصاد لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ که د پروژې د پلي کولو پر وړاندې مالي ستونزې نه وي؛ نو اوس د دې و خت رارسیدلی،  چې دا پروژه پلې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د ټاپي پروژه، چې د افغانستان لپاره خورا اړین اقتصادي ارزښت لري. که مالي ملاتړي همکاري وکړي؛ نو د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ترټولو مناسب وخت رامنځته شوی، چې له اقتصادي پلوه د سیمي په هېوادونو کې ژور بدلونونه رامنځته کولی شي.

دا پروژه، چې  له  ترکمنستان پیل او بیا تر هندوستان پورې غزیږي؛ ۱۸۱۴ کیلومټره اوږد والي لري  چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان له خاوري تېریږي.

د دې  پروژې د پلي کېدو لګښت ۲۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر کیږي.

له دې نللیکي په کلني توګه ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګاز لېږدول کیږي.

په دې پروژه کې به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان ته به د کال ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کیږي.

په دې  پروژه کې افغانستان په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلیون مټره، په دوه یمه لسیزه کې یومیلیارډ او په درېیمه لسیزه کې یو نیم میلیارډ مټرمکعب ګاز ترلاسه کړي.

د اقتصادي  چارو کارپوهانو هم د ټاپي  پروژې عملي کیدل د افغانستان او د دې  پروژې د شریکانو لپاره له اقتصادي پلوه خورا مهمه بولي.

دوی  زیاتوي، چې د ټاپي پروژه کولی شي هېواد له اقتصادي ستونزو وژغوري.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په عملي کیدو سره به په میلیونونه ډالر د هېواد په عوایدو کې زیات شي او په زرګونه هېوادوال به مو کار پیدا کړې. د هېواد په صنعتي کیدو کې مو هم اړین رول ولري.

د هېواد اوسیدونکي هم له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د پروژو د پلي کولو بهیر پراخ کړي، چې خلک له بی کارۍ وژغورل شي.

د کابل ښار اوسیدونکی صنیع الله رامین وایي: مونږ له اسلامي مارته غوښتنه کوو، چې هېوادوالو ته د کار د برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، چې د شته اقتصادي ستونزو د پراخېد مخه پرې ونیول شي.

د ټاپي پروژه، چې د کار عملي چاري يي په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د مشرانو له خوا پرانستل شوې او ټا کل شوې وه،  چې په ۲۰۱۹ کال کې ګټی اخستني ته سپارل شوې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزه له کبله دا پروژه په افغانستان کې له خنډ او ځنډ سره مخ وه. اوس، چې اسلامي امارت له واک و ځواک لرخمن شوی؛ وخت به یې د عملي چارو بهیر په ډاګه کړي.

ویل کیږي، چې د دې سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې د عملي پیل لپاره به دروانې میاشتې په اوږ دو کې د ترکمنستان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.

Continue Reading

پرمختګ او بشپړتیا

افغان بیسیم مخابراتي شرکت انټرنټي بیې راټيټې کړې

Published

on

د افغان بیسیم شرکت مسوولینو ویلي، چې د دوشنبې له ورځې به نوې انټرنټي کڅوړې په ټيټه بیه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې انټرنټ ته د خلکو اړتیا د هرې ورځې په تېریدو مخ په ډېریدو ده؛ ځکه، نو افغان بیسیم مخابراتي شرکت په انټرنټي کڅوړو کې تخفیفونه راوستي دي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې وزارت مسوولینو ويلي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له افغان بیسیم شرکت سره هوکړې ته رسیدلي، چې دغه شرکت به د انټرنټ بیې را ټيټوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې په دې اړه له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره هوکړې ته رسیدلي دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازی  علي الله سروري وايي، چې پر ټیټ قیمت د انټرنټ نوې کڅوړې به د دوشنبې شپې پر دولس بجو خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله په ځينو لویو ښارونو کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګیدلي او خلک اړ دي، چې په موبایل او انټرنټ له حالاتو ځان خبر وساتي.

خلک د افغان بیسیم د دغه ګام هرکلي کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!