تازه خبرونه

د ننګرهار په ځېنو جوماتونو کې د طالب جنګیالیو او دولت پلوه اشخاصو ګډ لمونځونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دوی یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړي. خلکو له دواړو خواو غوښتنه کړې چې اوربند اوږد او سوله وکړي. 

د کالونو سرسختي دښمنان یو بل ته ورغاړې وځي، خو دا روغه جوړه لنډه مهالې ده. دوی یوازې څو ورځې یو بل ته ماشه نه کشکوي. خو همدې لنډ مهاله اور بند هم د خلکو د اختر خوشحالۍ یوه په دوه کړي.  

په جومات کې د طالبانوځايي ولسوال خلکو ته اوږدې خبرې وکړې او ویې ویل موسیسې دي د طالب تر  واک لاندې سیمو کې پروژې پلي کړي. د طالب ولسوال له خبرو څرګندېده چې دوی هم نور له اوسنی حالت ستړي دي.

طالب مشرانو پرافغان حکومت نیوکې درلودې ،خو قومي مخورو د حکومت ترڅنګ پرطالبانو هم نیوکې وکړې. یواحتمالي نوماند چې په همدې جومات کې یې د طالبانو په شتون کې خلکو ته خبرې وکړې ویې ویل په ډېروسیموکې دطالبانو له نوم څخه په استفادې بې ګناه کسان وژل کېږي اوپکارده چې سوله وشي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ داوربند خبره د دواړو غاړو ترجنګیالیو ته رسېدلې. په دې اړه یوطالب وسله وال داسې وايي.

افغان سرتیري هم ورته دریځ لري او وايي، د خپلو مشرانو د امرسره سم د اختر ترپنځم پورې پرطالبانو کار نه لري.

د ننګرهارهغه سیمې چې د جګړې لومړۍ کرښې بلل کېدې د اختر اوله ورځ پکې دواړه مخالیفې غاړې یوبل په خندا وې.همدې خلک هېله مند کړي چې په ډاډه زړه د اخترخوشحالۍ ولمانځي.اوس دلته غټ او واړه له حکومت او طالبانو یوازې یوه غوښتنه لري چې هغه د اوربند اوږدول اوپخپله منځ کې سوله کول دي.طالب جنګیالي او مخور وايي ، سولې ته د رسېدو په لارکې یواځېنی خنډ دبهرنیوځواکونه شتون دي.

خبریال رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version