تازه خبرونه
د فلورانس توفان د وژل شویو شمېر اوو تنو ته ورسید
امریکايي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د توپان له کمزوري کیدو سره سره بیا هم تر راتلونکیو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پورې به د امریکا ختیځو ایالاتونو اوسیدونکیو ته یو ګواښ وي.
د امریکا متحده ایالاتونو په ختیځو برخو کې د فلورانس مرګونی توپان اوس هم دوام لري او تر اوسه یې په دې برخو کې د اته کسانو ژوند اخیستی.
چارواکي په وژل شویو کې د یوه ماشوم وژنه هم تائيد کړې ده.
په دې توپان کې کابو څلور زره کورونه وران شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي، چې د شمالي کارولینا په یو شمېر برخو کې به کابو یو متر باران ووریږي.
اوسمهال د ښار ډېر شمېر سرکونه بند دي او خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
د وړاندوینې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ښایي بارانونه تر څو راتلونکیو ورځو پورې دوام ولري.
د فلورانس توپان، چې له باد سره په ساعت کې ۱۵۰ کیلومتره چټکتیا لري؛ د جمعې پر ورځ د امریکا ختیځو سیمو ته رسیدلی.
دا په داسې حال کې ده، چې په شمالي او سویلي کارولینا ایالتونو کې بنسټيزې آسانتیاوې له ستونزو سره مخ شوي او زیان یې لیدلی.
که څه هم اوسمهال د توپان چټکتیا د سیندونو توپان په پرتله کمه شوې؛ خو اوس هم دروند توپان بلل کېږي.
فلورانس توپان تر دې دمه د کابو لس میلیون کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.
امریکا د ساحلي سیمو له یو میلیون اوسيدونکیو غوښتې، چې خپل کورونه پرېږدي.
دغه راز د فلیپین په شمال کې وېروونکي توپان زرګونه کسان هم بې کوره کړي دي.
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه21 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه13 hours ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول