لوبی
د هېواد لامبووهنې سیالۍ د کابل لامبووهنې لوبډلې پر بریا پای ته ورسیدې
د لامبووهنې سیالۍ درې ورځې مخکې د لومړی ځل لپاره د هېواد لامبووهنې ملي فدراسیون لخوا د شپږ ولایتونو څخه د ۲۱۰ لوبغاړیو ترمنځ په کابل کې پيل شوې وې، چي د کابل، هرات او دایکندي لوبډلو په ترتیب لومړی، دوه یم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
د هېواد د ورزش مسوولین د دا ډول سیالیو موخه د غوره څېرو د پېژندلو لپاره ګټوره بولي.
د دې سیالیو په پای کې څلویښت غوره څېرو په څلور برخو کې( ځوانانو، نویو ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو) وکولی شول، چي د هېواد په لامبووهنې ملي لوبډله کې د حضور جواز ترلاسه کړي.
لوبی
افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په پای لوبه کې قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار مومي.
ټاکل شوې، چې د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو به د ازبکستان پر کوربتوب د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه پیل شي.
په دې سیالیو کې به څوارلس لوبډلې برخه واخلي؛ افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.
لوبی
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځلسمه لوبه کې موج ساحل لوبډلې سرسبز یاشلر هغې ته ۲ـ۱ او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شپاړلسمه لوبه کې سورخ پوشان لوبډلې میوند ته ۶ـ۰ماتې ورکړې.
د موج ساحل لپاره صنعنان رحیمي او عصمت الله هدفمند دوه ګولونه ووهل.
د سرسبز یاشلر یوازنی ګول محمد ناصر نیازي تر سره کړ.
د میوند لوبډلې پر وړاندې سرخ پوشان لوبډلې ۶ ګولونه وول، چې حبیب الله هوتک ۱، سمیر میرزي ۱، حمیر امیري ۱، امید رجبي ۲ او لوبډلمشر فرهاد عليزاده ۱ ګولونه ترسره کړي دي.
د یکشنبې پر ورځ به استقلال کابل له عدالت فراه سره د غرمې ير ۱:۰۰ او خدیم له جوانان واحدي سره له غرمې وروسته پر ۳:۳۰ بجو لوبیږي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
د افغانستان اتلانو لیګ په نهمه سیالۍ کې د چارشنبې پر ورځ ( د غویی پېنځمه) اټکانرژۍ افسي لوبډلې سرخپوشانخوافي ته یو د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
حسیب احدي د اټکانرژۍ غوره لوبغاړی شو او د لوبډلې لپاره یې ګټونکی ګول وواهه.
دغه راز د دې سیالیو په لسمې لوبه کې استتقلال کابل بریالی شو، چې موج ساحل ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې شاداب ملکزاده غوره لوبغاړی ونومول شو.
د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی شپږمه ) یوه نیمه بجه د افغانستان اتلانو لیګ د درېیم پړاو په یوولسمه سیالۍ کې خدیم افسي د میوند افسي پر وړاندې لوبیږي او دغه راز په همدې ورځ درې نیمې بجې د دې سیالیو دولسمه لوبه د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو تر منځ پیلیږي.
د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه16 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
لوبی1 day ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل