تازه خبرونه
د هېواد په ۴ ولایتونو کې د سړک جوړونې چارې پیلیږي
د دغه وزارت مسوولینو په کاپیسا، پنجشیر، نیمروز او بامیان ولایتونو کې له ۸ سوه میلیون څخه د ډېرو افغانیو پر لګښت په سلګونه کیلومتره سړکونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړل.
د ترانسپورت وزارت وايي، د وروستیو سیلابونو له کبله په اتلس ولایتونو کې ترانسپورتي بنسټونه زیامن شوي؛ خو اوس هم د مالي زیانونو په اړه دقیق ارقام ندي راټول شوي.
د ترانسپورت وزیر یما یاري ویلي؛ مونږ پبه په دغو ولایتونو کې د سړکو نو او پل چکونو د رغولو او بیا جوړولو چاري پیل کړو. د دغو پروژو د مالي لګښت یوه برخه د نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.
د ملي شورا ځینې غړي بیا وايي، چې د ترانسپورت وزارت باید د ترانسپورتي بنسټونو د جوړولو له بهیره څارنه ډېره کړي؛ ځکه په هېواد کې د ځینو ساختماني شرکتونو لخوا پروژې بی کیفیته پلي کیږي.
د ولسي جرګې غړې فریده احمدي وایي، مونږ په ځلونو د دا سې کارونو شاهدان یو، چې د پروژې له بشپړیدو مخکې یې تخریب پیل شوی دی.
د ولسي جرګي غړی میرداد نجرابی له وزارت څخه د قرادادونو د ورکولو غوښتنه کړې، چې مونږ ترې بښپړه څارنه وکړو ځکه شرکتونه کم کاري دي.
دوی زیاتوي؛ هڅه کوي، چې د هېواد ترانسپورتي بنسټونه جوړ او خلکو ته معیاري ترانسپورتي خدمات وړاندې کړي.
د ترانسوپورت وزارت مسوولین وايي، د دغو پروژو له پیلیدو سره به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
خبریال: اسلم حجاب