تازه خبرونه
د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ننګرهار د ملي امنيت مسوولين چاودنه تائيدوي او وایي، چې په چاودنه کې مدير پاچا او د هغه موتر چلوونکى وژل شوي او د دوه ساتوونکيو په ګډون لس کسان ټپي دي.
دغه راز په کامه ولسوالۍ کې پر یوه پرونر موتر د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې، چې درې کسان په کې ټپیان دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان او د ننګرهار د سيمه یيز روغتون مسوولين وايي، چې د پېښې له ځاى څخه ورته دوه د سرتېرو مړي او ۱۰ ټپيان وروړل شوي، چې د درې کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د روغتیایي مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په ټپيانو کې دوه سرتېري او څلور ملکي وګړي دي.
تراوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه ندى اخیستى.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.
خبریال: رحمت الله زیارمل