تازه خبرونه
د لوګر ازره ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده- ولایتي شورا
ازره د لوګر تر نورو ولسوالیو ناامنه ولسوالي ده، چې له تېرو اووه لس کلونو راپدیخوا يې لویې لارې د افغان امنیتي ځواکونو پرمخ وسلوالو طالبانو تړلي او ټول اکمالات دې ولسوالۍ ته د چورلکو په همکارۍ لیږدول کېږي.
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال محمد صدیق خوشیوال ويلي؛ وسلوالو طالبانو له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا پرعامو خلکو له څلورخواوو لویې لارې تړلي، چې خلک یې د روغتیایي خدماتو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
خلکو دا هم ویلي، چې که حکومت د ازرې ولسوالۍ امنیتي وضیعت ته پوره پاملرنه ونکړي ولسوالي به د وسلوالو طالبانو لاس ته ورشي، چې بیا به په کې د جګړې مهارول سخت وي.
د لوګر امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص د لارې د بندیدو خبره مني؛ خو ډاډ ورکوي، چې له مرکزي حکومت سره په همغږۍ د هوا او ځمکې له لارې پر ولسوالۍ د عملیاتو پلان لري.
هغه دا هم ویلي؛ د ازرې ولسوالۍ لویې لارې له تېرو څو کلونو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو پرمخ تړلي، چې سیمې ته ټول اکمالات د هوا له لارې کیږي.
هغه د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي، چې طالبان به یاده ولسوالي ونیسي؛ ځکه، چې هلته د ګڼ شمېر سرتېري شتون لري.
لوګر له پلازمېني کابل سره نښتی ولایت دی، چې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه په کې ډېر دي د ازرې ولسوالۍ تر څنګ په خروار، څرخ، محمدآغې او بره کې برک کې هم وسلوال طالبان پراخ شتون لري، چې خلک یې د جګړو له کبله له کړاوه ډک ژوند تېروي.
خبریال: فریدالله احمدزی