تازه خبرونه

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په خروار ولسوالۍٍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر  ځانګړیو عملیاتو ۹۰ میله سپکې وسلې ترلاسه شوې دي.

د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزي ویلي؛ افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه پر ګډو عملیاتو د خروار ولسوالۍ اړوند په بیګم کلي کې د دولت ضد وسلوالو یو زیرمه وموندله، چې ترې۸۳ میله کلاشنیکوفونه، ۷ میله تفنګچې ۱۰۰۰ فیره د ټیټي مرمۍ ترلاسته شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوه بورۍ چاودیدونکي توکې په اړوند سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې د یادو وسلو په تور دو تنه د دولت ضد وسلوال هم نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version