تازه خبرونه
د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي صنایعو پراختیا ته د پور زمینه برابره کړې
یاد وزارت په دې اړه په یوه ناسته کې له شپږ ولایتونو څخه ۱۰۸ اتحایو ته ۳۳ نیم میلیون افغانۍ پور ورکړ.
د کلیو پرا ختیا وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې د دغه پروګرام له لارې مو د نړیوال بانک په مرسته له تېرو اووه کلونو راپدیخوا نهه د ېرش میلیون افغانۍ لګولي او ډېر ګډون وال یې هم میرمنې دي.
د کلیو پراختیا وزارت مسوولینو ویلي؛ مونږ غواړو د پور د ورکړې له لارې په کليوالي سیمو کې د میرمنو د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړو.
د کلیو پراختیا وزارت مرستیال معراج الدین شمس وایي؛ د دې پروګرام له لارې، چې د هېواد په شپږ ولایتونو کې روان دي او ډېر ژر به دا لړۍ پېنځلس ولایتونوته پورته او د یاد پروګرام شپېته سلنه يي میرمنو ته ځانګړې کیږي.
د هېواد د یو شمېر ولایتونو د کليوالي صنایعو د ټولنو غړي، چې له دغو پیسو ګټه اخلي؛ د کلیو پراخیتا وزارت له دې پروګرامه هرکلی کوي.
د هرات استازی بسم الله فایض وایي، چې مونږ د کلیو پراختیا وزارت د دغه پور له کبله په خپلو لیریو پرتو سیمو کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او په ډېرو لږ امکاناتو مو کارونه پیل کړي، چې اوس مو بدلون کړی دی.
د ننګرهار استازې خالده وایي؛ د کلیوالي صنایعو له لارې مو هغه میرمنې، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وي اوس د همدې پروګرام له لارې خیاطي کوي، د کورنيو مرغانو روزنه او په داسې نورو کارونو بوختې دي.
د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي؛ د هېواد د ځینو ولایتونو له ښاروالیو سره یې د تلپاتي بازار په اړه خبرې کړي، چې میرمنو ته ځمکې ځانګړې کړي او هغو ته د اقتصادي هڅو زمینه برابره کړي.
خبریال: اسلم حجاب