تازه خبرونه
د کلیو پراختیا وزارت د دوه پنځوس پرمختايي پروژو چارې پیل کړې
د افغانستان په شپاړس ولایتونو کې د دوه پنځوس پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې، یو سلو اته نوي میلیون افغانۍ لګښت پرې اټکل شوی، چې د آسیا د پرمختیايي بانک لخوا تمولیږي او لس په سلو کې د سیمې وګړي په کې ونډه واخلي.
د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزیر نصیر احمد درانی وایي،د پلونو، پلچکونو، سړکونو او کانکریتي دیوالونو جوړول د اوبو په مدیریت او د کرنې په وده او پراختیا کې اغېزمن کار دی.
د اپراختیایي پروژو د شوراګانو غړي کرنیزې او ټولنیزې پروژې اړینې ګڼي.
د لوګر ولایت د پراختیایي شورا غړی بلال وایي، مونږ غواړو دغه راز پروژ ډېرې او د خلکو ستونزې حل شي.
د بغلان ولایت د پراختیایي پروژې غړی عبدالبصیر وایي، دغه پروژې د اوبو د بې ځایه لګولو مخه نیسي او څوک ، چې بیکاره دي د کار زمینه ورته برابره کیږي.
په تېرو دوه کلونو کې له ۷۰۰ ډېرې پروژې د درې میلیاردو نهه سوه میلیون افغانانیو پر لګښت پلې شوې دي.
د یاد وزارت چارواکي د کارونو له رڼښت ډاډ ورکوي او په اړوند برخه کې د خلکو د رښتینو هڅو او څارنې غوښتونکي دي.