بلخ @ps

د قومندان قیصاري دوسیه په لویه څارنوالۍ کې ده- دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

درې ورځې کیږي، چې له فاریاب ولایت څخه د اړوند سیمه ییزو ځواکونو قومندان نظام الدین قیصاري کابل ته رالیږدول شوی او دوسیه یې په عدلي او قضایي بنسټونو کې تر څېړنو لاندې ده.

که څه هم لویه څارنوالۍ په دې برخه کې څه نه وایي؛ خو د جنبش ګوند مرستیال ادعا کوي، چې قیصاري په ملي دفاع وزارت کې بندي دی. له هماغې لومړۍ ورځې ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي وه، چې قیصاري حکومتي مسوولین په یوه ناسته کې پر مرګ ګواښلي، چې له همدې کبله کابل ته لیږدول شوی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، چې د فاریاب پوځي شورا د هغو تورونو له کبله قیصاري نیولی، چې ده ته یې نسبت کیږي او د همدې شورا لخوا کابل ته رالیږدول شوی او دوسیه یې په لویه څارنوالي کې تر څېړنو لاندې ده.             

ولسمشر هم د سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري له نیول کیدو وروسته ویلي، چې هیڅ زور ویل ورته د منلو نه دي او په تازه  اقدام کې یې د درې نامسوولو وسلوالو مټې اړولې او بندیان دي.

د حکومت دې ګام جنبش ګوند په غصه کړی او چارواکي یې وایي، جنرال دوستم ته باید بېرته د کابل د راتګ زمینه برابره شي او نظام الدین قیصاري دې هم له بنده خوشې شي.

د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایي، چې: په شمال او شمال شرق کې پراخ لاریونونه روان دي او غوښتنه یې د قیصاري خوشې کول او هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید راستنیدل دي.           

دوه ورځې کیږي، چې په ټولنیزو شبکو کې دا خبر خپریږي، چې قیصاري په دوه سوه نهم شاهین قول اردو کې وژل شوی؛ خو د قیصاري خپلوان وایي، چې هغه ژوندی دی او ممکن له ملي دفاع وزارت سره وي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version