تازه خبرونه

د هلمند ولایت په لوبغالي کې چاودنو ۳۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند والي ویاند عمرځواک وایي، چې نن له غرمې مخکې لس بجې د بزګر د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې د دوه پرلپسې چاودنو له کبله د هلمند اقتصاد رییس محمدخان نصرت او دوه سرتېری وژل شوي او د سرحدي لوا د قوماندان ظاهرګل مقبل په ګډون ۳۰ تنه نور ټپیان دي.

د کروندګرو د عنغنوي جشن د نمانځغونډې په دغو چاودنو کې د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان ته هيڅ ځاني زيان ندی رسیدلی؛ خو په مالي او اداري چارو کې مرستيال والي مجاهدالله صفاري، د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د اطلاعات او کلتور ریيس حميدالله وياړ، د کرنې ریيس زلمی الکو او د هغه مرستيال رفيع الله قلم ژوبل شوي، چې دا مهال يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

 د پيښې نور نېږدې ټول ټپيان بزګران او کروند ګر دي.

 طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د هلمند ولایت د لښکرګاه په ستدیوم کې د بزګر د ورځې پر نمانځغونډه د چاودنو او بریدونو مسوولیت ومانه.

Trending

Exit mobile version