Connect with us

تازه خبرونه

د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته وسپارل شو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مالیې وزارت مسوولینو ویلي، چې په ملي بودجه کې هېوادنیو اړتیاوو ته په پاملرنه یې د ۱۳۹۹ لمریز کال د بودجې سند ولسي جرګې ته استولی دی.

په داسې حال کې، چې د تېر کال د قطعې برخلیک ناڅرګند دی؛ خو مالیې وزارت د راتلونکي کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته استولی دی.

د مالیې وزارت چارسمبالي همایون قیومي ويلي، چې په ملي بودجه کې یې ژور اصلاحات راوستي او د هېواد بنسټيرې او بېخبنایي اړتیاوې یې په کې رانغښتي دي.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون مشر محمد عظیم محسني څرګنده کړې، چې دوی به له دې بودجې مخکې د تېر کال د قطعې برخلیک روښانه کړي.

د ولسي جرګې غړی صدیق احمد عثماني وايي، چې که په کې سرغړونې او تېروتنې وي؛ د منلو وړ نده، ځکه مونږ یې لسګونه سرغړونې لیدلي او د بودجې کړنلارې ته پاملرنه نده شوي.  

د راتلونکي کال ملي بودجه څلور سوه اته ویشت میلیارد افغانۍ اټکل شوې، چې دوه سوه نهه اتیا میلیارد یې عادي او یو سلو نهه دېرش میلیارد یې پرمختیايي بودجې ته ځانګړې شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.

Published

on

د هند نومیالی دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي په خپل یوټیوب چینل کې د ۱۴ دقیقو ویډیوي وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او شخړو په اړه د پاکستان پر پوځي رژیم سختې نیوکې کړي او کړنې یې «تېری‌کوونکې او بې رحمه» بللې دي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.

دې دیني عالم دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت له خپلې خاورې او هغه نظام دفاع کوي، چې ظلم او تېری پرې “پوځي یرغل” بولي او دا یې مشروع  هم حق دی.

دغه راز هغه په ​​پاکستان کې پر ځینو دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو هم نیوکه کړې او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه یې د هغو د دریځونو پر بیاکتنه ټینګار وکړ.

مفتي ندوي په پای کې له ټولو مسلمانانو وغوښتل: اوسني پرمختګونه دې پر “بصیرت” وڅاري او د هغه څه پر وړاندې، چې هغه یې “بهرنی ظلم او نفوذ” بولي؛ شعوري دریځ خپل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په خاص کونړ کې د پاکستاني پوځي رژيم د هوایي برید له کبله ۵ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د دې ولسوالۍ ولسوال  ذاهد الله فاتح هم ويلي دغه بريد تېره شپه اته بجې شوې دی.

Published

on

Last Updated on: کب ۱۲, ۱۴۰۴

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي؛ پاکستاني پوځي رژيم د بريدونو په لړ کې د هجرت‌آباد راستنېدونکو کډوالو کمپ پر نښه شوی، چې له کبله یې درې ماشومان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.

د دې ولسوالۍ ولسوال  ذاهد الله فاتح هم ويلي دغه بريد تېره شپه اته بجې شوې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکو ويلي؛ د پاکستان پوځ د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، ځکه ولسې وګړي پر نښه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کرزي او عبدالله د ایران د رهبر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه

د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.

Published

on

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د ایران د ستر رهبر آیت الله علي خامنه‌یي پر مړینه خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.

حامد کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” له نوموړي څخه د افغانانو پرله‌پسې ملاتړ ستایم او د ایران له شریفو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوم. زه د دې پېښې د شهیدانو لپاره دعا کوم او د ایران د دوست او ورور هېواد لپاره د سولې، امنیت او پرمختګ هیله لرم.”

عبدالله عبدالله هم په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: « د ایران د رهبر، د هغه د کورنۍ د ځینو غړو او ملګرو او وروستیو شهیدانو شهادت خواشیني کړی یم.»

هغه له الله پاک څخه د قربانیانو کورنیو او د ایران خلکو ته د صبر، زغم او لوی اجر غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!