تازه خبرونه

د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مالیې وزارت مسوولینو ویلي، چې په ملي بودجه کې هېوادنیو اړتیاوو ته په پاملرنه یې د ۱۳۹۹ لمریز کال د بودجې سند ولسي جرګې ته استولی دی.

په داسې حال کې، چې د تېر کال د قطعې برخلیک ناڅرګند دی؛ خو مالیې وزارت د راتلونکي کال د ملي بودجې سند ولسي جرګې ته استولی دی.

د مالیې وزارت چارسمبالي همایون قیومي ويلي، چې په ملي بودجه کې یې ژور اصلاحات راوستي او د هېواد بنسټيرې او بېخبنایي اړتیاوې یې په کې رانغښتي دي.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون مشر محمد عظیم محسني څرګنده کړې، چې دوی به له دې بودجې مخکې د تېر کال د قطعې برخلیک روښانه کړي.

د ولسي جرګې غړی صدیق احمد عثماني وايي، چې که په کې سرغړونې او تېروتنې وي؛ د منلو وړ نده، ځکه مونږ یې لسګونه سرغړونې لیدلي او د بودجې کړنلارې ته پاملرنه نده شوي.  

د راتلونکي کال ملي بودجه څلور سوه اته ویشت میلیارد افغانۍ اټکل شوې، چې دوه سوه نهه اتیا میلیارد یې عادي او یو سلو نهه دېرش میلیارد یې پرمختیايي بودجې ته ځانګړې شوي دي.

Trending

Exit mobile version