تازه خبرونه

د کونړ پر نواپاس پاکستانیو ملېشو بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سيمه ییز خبريالان وايي، د کونړ په نواپاس کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانيو ملېشو ترمنځ د درندو وسلو جګړه دریدلي؛ خو خال خال وړې ډزې اوس هم روانې دي.

ځايي مسوولينو ویلي، لومړی پاکستانیو ملېشو پر افغان پوستو د توپونو ۲۵۰ ډزې کړي، چې له کبله يې د دې غاړې دوه پوله ساتي سرتېري ټپیان شول.
ويل کېږي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د هغې غاړې پوستې لګیدلي؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه ویل شوي ندي.
ناوه پاس په دې وروستیو کې ښه میله ځای و او د سیالانیانو لیکې ورماتې وې.

Trending

Exit mobile version