تازه خبرونه
د کووید-۱۹ د ازموینې ټیټه وړتیا به افغانستان له کړکیچ سره مخ کړي
په افغانستان کې د کووید-۱۹ د ازموینې د وسایلو نشتون او د کارونې پوره وړتیا یې یوه لویه ستونزه ده، چې د ډېرو خلکو د مړینې لامل کیدلې شي.
د پارلمان ځینې غړي ټینګار کوي، چې حکومت باید د کوویډ-۱۹ د ازموینې مرکزونه پراخه کړي څو د دغه ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.
د ولسي جرګې غړې نسیم مدبر ویلي، چې په افغانستان کې د کووید-۱۹ ازموینې ټیته کچه یو لوی ناورین دې. د بېلګې په توګه که یو شخص د کرونا رنځ له کبله په حق رسیدلې وي او خلک ترې خبر نه وي؛ نو خامخا د هغه په جنازه کې به ګډون کوي، چې پایله به یې په لوړه کچه د خلکو ککړیدل وي.
د ولسي جرګې غړی ضیاءالدین ضیا وایي، د کرونا ناروغي د ازموینې ټیټ ظرفیت به د بحران لامل شي. که دغې ستونزې ته جدي کتنه ونشي؛ نو ډېر ژر به ډېر خلک پر کرونا رنځ اخته شي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز مني، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د تست ظرفیت ټیټ دی؛ خو ټینګار کوي، چې د ستونزې د حل هحې روانط دي. هغه زیاتوي؛ په راتلونکیو ۱۰ ورځو کې به د دغې ستونزي کتنه وشي؛ ځکه له چین او سویلي کوریا له هیوادونو سره به هم په دې اړه اړیکي ټینګ ې شي، چې څرنګه د ازموینې کچه لوړه کړي.
همداراز د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، چې که روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه ونشي او خلک په کورونو کې پاتې نشي، د کرونا آزموینې به هم ښه پایله ونلري. ښایي د ازموینې له منفي پایلې وروسته هم هغه شخص پر کرونا رنځ اخته شي.
تازه خبرونه
د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.
د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
تازه خبرونه
د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نهدي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات خپاره کړي نهدي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه3 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه2 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
تحول4 days agoتحول: د افغان استازي په شتون کې د شانګهای پلس امنیتي غونډه
-
لوبی4 days agoافغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
