تازه خبرونه

د کووید-۱۹ د ازموینې ټیټه وړتیا به افغانستان له کړکیچ سره مخ کړي

Published

on

په افغانستان کې د کووید-۱۹ د ازموینې د وسایلو نشتون او د کارونې پوره وړتیا یې  یوه لویه ستونزه ده، چې د ډېرو خلکو د مړینې لامل کیدلې شي.

د پارلمان ځینې غړي ټینګار کوي، چې حکومت باید د کوویډ-۱۹ د ازموینې مرکزونه پراخه کړي څو د دغه ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

د ولسي جرګې غړې نسیم مدبر ویلي، چې په افغانستان کې د کووید-۱۹ ازموینې ټیته کچه یو لوی ناورین دې. د بېلګې په توګه که یو شخص د کرونا رنځ له کبله په حق رسیدلې وي او خلک ترې خبر نه وي؛ نو خامخا د هغه په جنازه کې به ګډون کوي، چې پایله به یې په لوړه کچه د خلکو ککړیدل وي.

د ولسي جرګې غړی ضیاءالدین ضیا وایي، د کرونا  ناروغي د ازموینې ټیټ ظرفیت به د بحران لامل شي. که دغې ستونزې ته جدي کتنه ونشي؛ نو  ډېر ژر به ډېر خلک پر کرونا  رنځ اخته شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز  مني، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د تست ظرفیت ټیټ دی؛ خو ټینګار کوي، چې د ستونزې د حل هحې روانط دي. هغه زیاتوي؛ په راتلونکیو ۱۰ ورځو کې به د دغې ستونزي کتنه وشي؛ ځکه له چین او سویلي کوریا له هیوادونو سره به هم په دې اړه اړیکي ټینګ ې شي، چې څرنګه د ازموینې کچه لوړه کړي.

همداراز د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، چې که روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه ونشي او خلک په کورونو کې پاتې نشي، د کرونا آزموینې به هم ښه پایله ونلري.  ښایي د ازموینې له منفي پایلې وروسته هم هغه شخص پر کرونا رنځ اخته شي.

Trending

Exit mobile version