Connect with us

تازه خبرونه

د  ټاکنو کمیسیون برخلیک ناڅرګند دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي کمیشنر د معرفي لپاره یوه مشخصه مرجه نه ده روښانه شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ  له اړوندو بنسټونو غواړي چې د ټاکنو کمیسیون غړیتوب ته کاندید معرفي کړي؛ خو اړوند بنسټونه معلوم نه دي چې کوم دي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایی، ولسمشر غواړي چې د غوراوي کمېټه بیا جوړه شي، په داسې حال کې چې د قانون له مخې، د ټاکنو کمېسیون لپاره نوی غړی باید د غوراوي له پخوانۍ کمېټې وټاکل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د کمیسیون د غړو په وړاندیز او د ولسمشر په تایید له دندې لرې کړای شو؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مبهم  برخلیک به څه وي؟ ولسمشرۍ ماڼۍ له اړوندو بنسټونو غواړي چې د کمیسیون لپاره نوی غړی ور معرفي کړي؛ خو دا چې اړوند بنسټونه کوم دي، نه ولسمشرۍ او نه هم اجراییه ریاست روښانه ځواب لري.

جاوید فیصل د اجرایی رییس د ویاند مرستیال اریانیا نیوز ته وویل: “د ولسمشر په فرمان کې هر څه روښانه دي باید مسوول بنسټونه نوماند د ټاکنو کمېسون ته معرفي روښانه کاندي”

د ولسمشرۍ ماڼۍ  اشاره اړوندو بنسټونو ته هماغه د غوراوي کمیټه تعبیر شوې؛ خو د غوراوي کمیټې د پخوانیو غړو په وینا، دغه کمیټه فعالیت نه لري او ولسمشر دې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د غوراوي له پخوانۍ کمیټې یو تن د ټاکنو کمیسیون د نوي کمیشنر په توګه وګماري.

همداراز  یوسف رشید د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ رییس ووېل: “ولسمشر غواړي چې یو ځل بیا د ټاکنو کمېټه رامنځته کړي چې دا په اصل کې د قانون خلاف دی ؛ نو باید له مخکني نومړل څخه یو کمېشنر وټاکل شي”.

بل خوا سیاست وال یوازي د ټاکنو کمیسیون د رییس ګوښه کول کافي کار نه بولي؛  بلکې وایي چې کمېسیون دې لغوه شي او د رڼو ټاکنو لپاره دې کمیسیون کې نوې څېرې په کار پیل وکړي.

ستار مراد د اقتصاد پخوانی وزیر اریانا نیوز ته وویل: “کمېسیون باید لغوه شي او د رڼو ټاکنو له پاره دې کمېسیون کې نوې څېرې وټاکل شي؛ خو د نړیوالې او سیاسی احزاب په شتون کې.”

تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رییس  د ګوښه کېدو دلیل نه دی روښانه شوی، له دې کبله  د نجیب الله احمدزي د ګوښه کېدو پریکړه د ټاکنو قانون د ۱۶ مادې خلاف ګڼل کیږي.

احمدزي ولسمشرۍ ماڼۍ تورنه کړې چې د کمېسیون په چارو کې مداخله کوي.

Advertisement

تازه خبرونه

چین په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره سل زره ډالر مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

په کابل کې د چین سفیر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د دغه هېواد د سره صلیب له لارې د سل زره ډالرو مرستې اعلان وکړ.

ژاو شينګ د دوشنبې پر ورځ (د غویي لسمه) د ریاست الوزراء له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ويلي، چې دغه مرستې به ډېر ژر اړوند چارواکو ته وسپارل شي.

د ریاست الوزراء د اداري مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د چين سفير ويلي، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره چين په بېلابېلو برخو کې افغان زده‌کړیالانو ته د تحصيلي بورسونو زمينه برابره کړې ده. همدارنګه د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره د طب په ګډون په بېلابېلو څانګو کې لنډ مهاله روزنیز کورسونه تنظیموي.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د چينايي سوداګرو او شرکتونو لیوالتيا هم ياده کړې او څرګندوي؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په ښه حالت کې دي او چينايي سوداګر او پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیې پر اوکراین د شمالي کوریا توغندي توغولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکیو د امنیت شورا یوې کمیټې ته په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د اوکراین پر خارکوف لګیدلی توغندی ښیي، چې په شمالي کوریا کې جوړ شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې: د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې په هغه راپور کې، چې پرون (دوشنبه د غوایی لسمه) یې امنیت شورا ته وړاندې کړ؛ په ډاګه کوي، چې د اوکراین په خارکوف ښار کې د جنورۍ پر دوه‌یمه د توغندیز برید پاتې شوني د شمالی کوریا Hwasong-11  بالیستیک توغندي دي.

مسکو او پیونګ یانګ دواړو دا تورونه رد کړي؛ خو تېر کال یې ژمنه کړې وه، چې پوځي اړیکي به پراخوي.

د ۲۰۲۴ ز. کال د جنورۍ پر دوه‌یمه له برید څو ورځې وروسته د خارکوف سیمې څارنوالۍ د توغندیو ټوټې رسنیو ته وښودلې او څـرګنده شوه، چې دا د روسیې له ماډلونو څخه توپیر لري او ممکن دا توغندی د شمالي کوریا لخوا چمتو شوی  وي.

شمالي کوریا له ۲۰۰۶ ز.کال راپدیخوا د بالیستیک توغندیو او اټومي پروګرامونو د پراختیا له کبله د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ده او له هغه وخت راپدیخوا دغه بندیزونه نور هم سخت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو درې څارونکیو د روانې میاشتې په پیل کې اوکراین ته د توغندي د پاتې شونو د کتنې لپاره سفر وکړ؛ خو داسې شواهد یې ونه‌موندل، چې دا توغندی دې د روسیې لخوا جوړ شوی وي.

د راپور له مخې؛ دوی په خپلواکه توګه نشي کولی دا معلومه کړي، چې راکټونه له کوم ځای څخه او د چا لخوا توغول شوي.

دغو څارونکیو ویلي، چې د اوکرایني چارواکو له‌خوا د دغه توغندي د توغولو په اړه ورکړ شوي معلومات ښيي، چې دا د روسیې له خاورې توغول شوی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ که دا تږغندی د روسي ځواکونو په واک کې و، نو ښایي دا په ډاګه کړي، چې روسیې ترلاسه کړی او دا د شمالي کوریا پر وړاندې د ۲۰۰۶ کال د وسلو له بندیز څخه ښکاره سرغړونه ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند تېر کال ویلي وه، چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې مسکو ته د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د کارولو لپاره بالیستیک توغندي او لانچرونه ورکړي، چې ځینې یې روسیې پر اوکراین توغولي دي.

د امریکا حکومت په دې باور دی، چې تېر کال د روسیې او شمالي کوریا د مشرانو له غونډې وروسته روسیې ته د شمالي کوریا له‌خوا د بالیستیک توغندیو او توپونو د لېږلو لړۍ پیل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د کانونو د اوومه توکو پروسس باید په هېواد کې دننه ترسره شي – شهاب الدین دلاور

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې له هېواده بهر د کانونو د اوومه توکو پروسس او صادرولو ته اجازه ناشونې ده.

دلاور دا خبره د چین له دولتي شرکت ایم سي سي هولودا سره د لیدنې پر مهال کړې. دا په داسې حال کې ده، چې د میس عینک د استخراج قراردادي شرکت هم حضور درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې MCC هولودا په چین کې د مسو، سربو او جستو د استخراج او پروسس یو له سترو شرکتونو څخه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شرکت په افغانستان کې د مسو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

دلاور د دوى له لیوالتيا هرکلى کړی او څرګندوي؛ په باميانو، کندهار او غور ولايتونو کې د سربو او جیت کانونه شته او که دغه شرکت په افغانستان کې د کانونو د پروسس په برخه کې هوکړه وکړي، وزارت ورته د همکاري ډاډ وړاندې کوي.

دلاور د مس عینک د مسو د پروژې په اړه هم خبرې وکړې او د کار د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!