تازه خبرونه

تر راتلونکیو ۳ کلونو به نږدې درې میلیارد دالره پانګونه وکړو- سادات

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي؛ د مخابراتو په سکتور کې په کافي اندازه ظرفیت شته، چې تر راتلونکیو درې کلونو به شاوخوا دوه میلیارد دالره نوره پانګونه هم په دغه سکتور کې تر سره شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت څرګنده کړې، چې خصوصي سکتور لپاره يې د اوپین اکسیس پالیسي تصویب کړې، چې وکولی شي د مخابراتو په سکتور کې نوره پانګونه هم وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مرستیال سید احمد شاه سادات د مخابراتو په برخه کې دوه عشاریه شپږ میلیارد دالر پانګونه شوې او تر راتلونکي درې کلونو به نږ دې درې میلیارد دالره په دې برخه کې نوره پانګونه هم تر سره شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د مخابراتو په برخه کې پانګونه به په هېواد کې د شغل د رامنځته کولو په برخه کې مثبت رول ولري؛ خو حکومت باید لومړیتوبونه غوره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وایي: د مخابراتو په برخه کي نوره پانګونه به مو پر اقتصاد مثبت اغېز ولري؛ خو حکومت باید ورته لومړیتوبونه غوره کړي، چې موثریت يې ډېر شي.

د یاد وزارت مسوولین ټینګار کوي او وایي؛ هڅه کوو، چې د مخابراتي خدمتونو د نورو پراختیاوو او ښه والي په برخه کې نورې اغېزمنې طرحې عملي کړو او ډېر ژر به د ۳۸۰ میلون دالرو پر ارزښت په دغه سکتور کې د نوې پانګوني هوکړه لاسلیک شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version