تازه خبرونه
تر دوه اوونیو به د حکومت او طالبانو خبرې پیل شي-افغانستان
دوه ورځې کیږي، چې د طالبانو او امریکایې پلاوي ترمنځ د سولې خبرې د قطر په دوحه کې د تړلیو دروازو ترشاه روانې دي؛ خو پایله یې تر دې دمه روښانه نده.
په کابل کې بیا د افغانستان حکومت د اووم پړاو خبرو ته هیله من دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وایي، چې د دغې ناستې پایلې به د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په راتلونکیو دوو اوونیو کې د بین الافغاني خبرو پیل وي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د وسلوالو طالبانو او امریکایي استازیو ترمنځ په دوحه کې د اووم پړاو خبرې برخلیک ټاکونکې دي او د آلمان هېواد په دې اړه بنسټیزې هڅې کوي.
له دې سره جوخت په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د تړلیو دروازو ترشاه د دوه یمې ورځې لپاره هم روانې وې.
قطر ته د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال ویلي؛ تمه کیږي، چې د دې ناستې پایله ډېر ژر روښانه شي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امریکا او متحدینو په وړاندې به یې د افغانستان د خاورې نه کارول یې د خبرو اصلې محور دی. په داسې حال کې، چې ښاغلی خلیلزاد په دوه نورو موضوعاتو هم ټینګار کوي؛ د اوربند پيل او د بین الافغانې خبرې هغه برخه، چې په تړاو یې طالبانو تراوسه غور ندی کړی.
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د سولې خبرې پر پخوانۍ اجندا ښې او چټکې روانې دي.
پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي؛ زه فکر کوم، چې خبرې پر پخوانۍ اجندا روانې دي. د دغه پړاو خبرې د طالب استازي عباس ستانکزي پر غاړه دی او داسې هیلې شسته، چې د دې پړاو خبرې به مثبته پایله ولري.
داسې ښکاري، چې د سولې په اړه پرمختګ پر ټاکنو سیوری غوړولی؛ ځکه په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازي ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ټاکنې د یو بل لپاره باید خطر پېښ نکړي.
په افغانستان کې د ملګرو متلونو ځانګړی استازی تادامچي یاماماتو وایي، چې دغه دوه لړۍ نباید یو بل په خطر کې واچوې او یا یو د بل د ځنډیدو لامل شي؛ سوله او ټاکنې باید په پوره ژمنې ترسره شي.
په قطر کې د آریانا نیوز لیږل شوی خبریال وایي د تړلیو دروازو ترشاه بحثونه او خبرې روانې دي او ډېر ژر به یې له ۳۰ میلیون ډېرو افغانانو ته پایلې په ډاګه شي.