تازه خبرونه

داعش په کابل کې د ۱۱۱ فرقي د یوه کنډک ۲۷ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نن سهار مهال په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي پوهنتون ترڅنګ د ۱۱۱ فرقې پر یوه کنډک د داعش وسلوالو په برید کې د پوځ ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

بریدګر د اغزن سیم له څو کټارو اوښتي او له وروستي دیوال څخه د اوښتو لپاره یې له ځان سره لوړه زینه وړې وه.

په لومړیو کې ویل کیدل، چې بریدګر د مارشال فهیم پوهنتون ته ننوتي؛ خو بیا وروسته د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، چې برید د ۱۱۱ فرقې پر یوه کنډک شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړې؛ ۵ بریدګرو سهار مهال پر څلورنیمو بجو برید پیل کړ، چې له اووه ساعته نښتې وروسته څلور بریدګر ووژل شول او یو ژوندی ونیول شو.

نوموړي د ورځې پر لس بجو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې دوه بریدګرو لومړی ځانته چاودنه ورکړې، دوه نور له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو بل ځانمرګی ژوندی نیول شوی دی.

د پوځ د ځانګړیو ځواکونو د قول اردو سرتېری عثمان وایي؛ دښمن له منځه وړل شوی، وسلې، مهمات او بیرغونه ترې پاتې شوي دي.

د پوځ د ځانګړیو ځواکونو سرتیری احسان سیلاب ویلي، چې دغو بریدګرو هم پیکا لرله او هم یې ځانمرګي لرل؛ خو په نښته کې وژل شوي دي.

هارون نومي شاهد ویلي، چې لومړی د تفنګچي ډز وشو بیا د کلشینکوف ډزې وشوې او ورپسې د درندو وسلو ډزې پیل شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې په کابل کې له څو ورځو راهیسې پرلپسې خونړي بریدونه کیږي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي او پر امنیتي بنسټونو د خلکو باور ته یې زیان اړولی دی.

په تېرو نهه ورځو کې دا درېیم برید دی، چې په کابل کې د وسلوالو طالبانو او داعش جګړه مارو لخوا رامنځته کیږي. په دغو بریدونو کې شاو خوا دوه سوه کسان ووژل شول او له درې سوه ډېر ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version