تازه خبرونه

سترې محکمې د نوي ولسمشر تر معرفي کیدو د ولسمشر غني د کار تائید وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سترې محکمې د نوې ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د دوو مرستیالانو کاري دوره تاييد کړه.

 د سترې محکمې رسمي مکتوب چې اریانا نیوز تر لاسه کړی پکې راغلي چې د اساسي قانون د رعایت او د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو ستونزو ته په کتو د ولسمشر کاري دوره د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې تایدوي.

که څه هم د سترې محکمې په دغه مکتوب کې د اجرايي ريیس د برخلیک په هکله څه نه دي ویل شوي؛ خو دا ریاست وايي چې عبدالله عبدالله او مرستیالان یې د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې کار ته دوام ورکوي.

د ولسمشرۍ یوولسو احتمالي کاندیدانو بیا په ولسمشر نیوکه کړې چې د خپلې کاري دورې د غزولو لپاره په ستره محکمه فشار راوستی دی.

 دوی د غبرګولي له لومړۍ نیټې د اوسني ولسمشر دنده ختمه ګڼي؛ خو د سترې محکمې په متکوب کې راغلي: د اساسي قانون د روح په رعایت او د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونو ستونزو او عذرونو ته په کتو، ستره محکمه د ولسمشر او د خپلو دوو مرستیالانو دنده د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې قانوني او د خلکو په ګټه ګڼي.

محمد عارف حافظ؛ د اساسي قانون په عملي کیدو د څار کمیسیون منشي و وېل: ”حللار همدا ده چې حکومت خپل کار ته اداره ورکړي او په ټاکنو تاکید وشي پر وخت تر سره شي”

له بلې خوا د اجرايي ریاست برخلیک به څنګه وي؟ دا په داسې حال کې ده چې د سترې محکمې په مکتوب کې د اجرايي ریاست په هکله څه نه دي ویل شوي؛ خو اجرايي ریاست هم ټينګار کوي چې اجرايي رييس او مرستیالان یې د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې خپل کار ته دوام ورکوي.

فریدون خوځون؛ د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال و وېل: “چون د ملي یووالی حکومت دی د ملي حکومت چارې به د نوی رییس جمهور تر ټاکل کېدو او د لوړې تر مراسمو پورې دوام مومي”

بل خوا د ولسمشریزو ټاکنو یوولسو احتمالي کاندیدانو بیا په ولسمشر تور لګولی چې د خپلې کاري دورې د غزولو لپاره یې په ستره محکمه فشار راوستی دی. د دوی له جملې څخه فرامز تمنا آریانا نیوز ته وویل: “اوسنی حکومت لېوال دی چې د سترې محکمې پر چارواکو فشار راوړي تر څو اساسي قانون داسې تفسیر کړي چې د جواز له لومړۍ وروسته حکومت خپل کار ته دوام ورکړي “

د اساسي قانون له مخې د ولسمشر کاري دوره د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه د نوي ولسمشر تر معرفي کیدو وروسته پای مومي.

Trending

Exit mobile version