تازه خبرونه

سره صلیب د ناامنیو له کبله خپلې هڅې محدودې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سره صلیب نړیوالې کمیتې د ناامنیو د پراختیا له کبله خپلې هڅې محدودې او کارکوونکي لږ کړي؛ خو په روان کال کې به یې کارکوونکي له بندیانو او د وسلوال تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوي.

شاوخوا دېرش کاله کیږي، چې د سره صلیب نړیواله کمیته د هېواد په بېلابېلو برخو کې هڅې لري.

دې بنسټ په وروستیو کې ویلي، چې تېر میلادي کال یې ۱۳۹ زره ناروغان د اورتوپیدي له ۷مرکزونو څخه په یوه کې تداوي کړي دي، څه باندې ۶۲ زره ناروغان په یوه روغتیایي مرکز کې بستر دي، له ۲۶ زره بندیانو سره د هغوی د وضعیت په اړه خبرې شوي، ۵۰۰۰ بندیانو ته زمینه برابره شوې، چې له خپلو کورنیو سره وګوري او یا هم تیلیفوني خبرې وکړي، ۴۱۹ ټپیانو ته لومړنۍ مرستې رسیدلي او اووه پنځوس زره بې ځایه شویو ته لومړنۍ مرستې رسیدلي دي.

امنیتي ګواښونه د دغه بنسټ پر هڅو دروند سیوری غوړولی او اووه میاشتې یې خپلې هڅې ځنډولې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیتې استازې مونیکا زناریلي ویلي؛ ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې آی سي آر سي ته له ستونزو ډک کال و، په فاریاب او کندوز کې مو د دفترونو د تړلو تر څنګ د مزار شریف لپاره خپلې هڅې په محدوده بڼه روانې ساتلې دي.

څو میاشتې مخکې  وسلوالو مخالفینو د سره صلیب نړیوالې کمیتې اووه کارکوونکي ووژل او درې نور یې وتښتول. له  هغې وروسته د دې کمیتې دفترونه په کندوز او فاریاب کې وتړل شول او په شمال کې یې هم فعالیت محدود شو؛ خو په روان کال کې یې هڅې د ناامنیو له کبله محدودیږي.

مونیکا زناریلي زیاته کړې، چې مونږ په یوه محدود او متفاوت حضور زیانمنو شویو ته مرستې رسوو او زمونږ مرستې هغو ښځو ته، چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده، توقیفي کسانو او کورنۍ ته یې، معلولینو او د وسلوالو شخړو قربانیانو ته تمرکزې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت که څه هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ناامني تائیدوي؛ خو ټینګار کوي، چې د مرستندویه سازمانونو د امنیت ساتنې لپاره به خپل ټول وس وکاروي.

Trending

Exit mobile version