تازه خبرونه

طالب مشران مسکو ته د افغان – روس د اړیکو سلمې کلیزې ته غوښتل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د طالبانو د سیاسي دفتر او مشرانو ځینې غړي مسکو ته د افغانستان – روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې نمانځغونډې ته غوښتل شوي دي.

د افغانستان او روسیې د ديپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د نمانځنې مراسم د مې میاشتې پر ۲۸ نېټه یعنې درې ورځې وروسته تر سره کیږي او مسکو د دغې ناستې کوربه دی؛ خو تر اوسه روښانه نده، چې افغان حکومت هم دې ناستې ته غوښتل شوی او که نه؟

د باخبره سرچینو په وینا؛ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او طالب مشران دې ناستې ته غوښتل شوي او ګډون به هم وکړي. دغه راز ویل کیږي، چې د طالبانو تر څنګ پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یوشمېر نور سیاستوال هم په دې مراسمو کې برخه اخلي.

سیاسي هڅاند نظر محمد مطمئن وایي: زه فکر کوم، چې د دغو مراسمو په څنډو کې به د طالبانو مشران له حامد کرزي او افغان سیاسیونو سره په مسکو کې د بین الافغاني تفاهم او سولې په اړه هم غونډې او خبرې ولري.

تر اوسه داسې څه نښې نه ښکاري، چې دغو مراسمو ته افغان چاوراکي غوښتل شوي او که نه؛ خو د ملي وحدت حکومت د بهرنیو چارو وزارت او سولې عالي شورا تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دا؛ نو نده معالومه، چې د مسکو او  کابل د دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه د دوه دولتونو که  له طالبانو او نورو افغان سیاستوالو سره د مسکو په کوربتوب نمانځل کیږي.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا وایي: دا غونډه به داسې وي، چې حکومت او طالبان به رسمي لیدنه هلته نکوي.        

له کله، چې د سولې خبرې پیل شوي؛ لومړی د کابل اړیکې له مسکو او وروسته له امریکا سره په ښکاره سړې شوي او په ځینو برخو کې د کابل – واشنګتن اړیکې هم ترینګلې شوې دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې نیلوفر ابراهیمي وایي: د ځواکمن نظام نشتوالی په داسې یو هېواد کې لکه افغانستان؛ نه یوازې پخپله د دې هېواد په ګټه ندی، بلکې د ګاونډ او ښکېلو هېوادونو په ګټه هم ندي.

د  مراسمو په څنډو کې د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ خپلمنځي خبرې معلومې ندي، چې پر کومو مسایلو به راڅرخي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکایانو او طالبانو د اووم پړاو خبرې به له کوچني اختر وروسته د قطر په دوحه کې تر سره شي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version