Connect with us

تازه خبرونه

ترمپ د سولې مشروطې هوکړې ته چمتووالی ښکاره کړ

خپور شوی

د

سي ان ان د یو شمېر سرچینو په حواله په ډاګه کړې، چې ترمپ له طالبانو سره د سولې د هوکړې لپاره د امریکایي ځواکونو تدریجي وتلو ته په دې شرط چمتووالی څرګند کړی، چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي.

د ترمپ د څرګندونو له مخې؛ طالبان باید په روانه میاشت کې د تاوتریخوالي د کمېدو په تړاو خپله ژمنه، چې د اووه ورځو لپاره شوې، ثابته کړي.

د امریکا ولسمشر د دغه هوکړه لیک له تصویب سره طالبانو ته هم د اووه ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمېدو شرط وړاندې کړی دی.

داسې ښکاري، چې واشنګتن او طالبان اوس د سولې هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي دي.

په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا نوی خبر نشته؛ خو هغو خبرو، چې خبري ارزښت خپل کړي، د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر بې سارې څرګندونې دي.  

په سپینه ماڼۍ کې سرچینو ویلي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تصویب کړې او ژر به لاسلیک شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار څرګنده کړې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر را لنډ شوی او ژر به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار رابرت اوبراین ویلي، چې په دې اړه د پام وړ پرمختګ شوی؛ دا  هغه سکالو ده، چې د ولسمشر ترمپ له خوښې سره مل شوې ده. مونږ په پوره پاملرنه خوشبین یو، چې له دې بهیره ښه خبرونه خپاره شي. امریکا او طالبان به څو ورځو یا څو راتلوونکیو اوونیو کې پر یوې هوکړې لاسرسی پیدا کړي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو مساله ژر پلې کېدونکې ده.

واشنګتن د سولې په اړه د پرمختګونو بهیر له کابل سره شریکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ملي وحدت حکومت له دواړو مشرانو سره بېلابېلې تیلیفوني خبرې کړي او کیدای شي دا افغانانو ته ښه خبر وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر او اجرائیه رییس سره د سولې په تړاو خپلې لاسته راوړنې شریکې کړې دي.

د اجرایي رییس ویاند مجیب الرحمان رحیمي ویلي، چې طالبانو د امریکا غوښتنې منلي او په خبرو کې یې  د هوکړې د لاسلیک لپاره پرمختګ رامنځته شوی دی.

امریکا په نږدې راتلوونکې کې له طالبانو سره په دې پیغام د سولې هوکړه لاسلیکوي، چې مونږ غواړو ژر خپلو کورونو ته وګرځو. امریکا غواړي، چې دا بهیرد داسې شرایطو لاندې وي، چې ګټې او پرمختګونه یې په افغانستان کې شریکانو ته خوندې پاتې شي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!