تازه خبرونه
ترمپ د ۲۰۲۰ کال تر پایه د ځواکونو د ویستلو امر کړی- پمپیو
دد امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستو د بهیر د پیل تمه کیږي؛ وویل، دا امر ورته د دونالد ترمپ لخوا رسیدلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، چې دا د متحده ایالتونو د ولسمشر امر دی. دا امر له ابهام پرته او د بې پایه جګړې د پای په معنا دی. یعنې د ځواکونو وتل او کمول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې له طالب استازیو سره د امریکا د خبرو په اړه وایي، په دې خبرو اترو کې رښتینی پرمختګ شوی.
مایک پمپیو د افغانستان د سولې په اړه څرګنده کړې؛ د سولې په خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی، سفیر خلیلزاد په افغانستان کې له ټولو سره لیدنې کتنې لري. وروستی ځل، چې زه هم هلته وم، له بېلابېلو بنسټونو، ښځو او د افغانستان له نورو قشرونو سره یې خبرې اترې درلودې.
ولسمشرۍ ماڼۍ له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو په اړه د ترمپ امر ته په غبرګون کې وایي، مایک پمپیو له ولسمشر غني سره په وروستۍ تیلیفوني اړیکه کې ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د ځواکونو کمول د افغانستان شرایطو ته په پام تر سره کیږي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وایي؛ مونږ او امریکایان د همکارۍ هوکړه لرو، چې له مخې یې د افغانستان حکومت باید په پوځي برخو کې پر ځان بسیاینې ته ورسیږي، د وتلو مسله نوې نده اوس هم ډېر امنیتي مسوولیتونه د امنیتي ځواکونو پر غاړه دي. امریکایي ځواکونه په هوایي برخه کې د ملاتړ دنده لري او د پلان له مخې به تر ۲۰۲۰ پورې دا مرستې راټیټې شي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي توګه د امریکایي ځواکونو وتل به څه عواقب ولري؟
په ولسي جرګه کې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وایي، چې د امریکایي ځواکونو وتل نه یوازې د افغانستان په ګټه ندي، بلکې سیمې او نړې ته هم زیان لري. کیدی شي افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړو ډګر شي.
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وایي، چې د بهرنیو ځواکونو په بیړه وتل به مونږ له یوې بلې جګړې سره مخ کړي. دا وتل باید له مسوولیت سره سم تر سره شي.
دا مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په کابل کې دی؛ دی په سلا مشورو بوخت دی، چې له یوې خوا له طالب استازیو سره مرکچي پلاوی جوړشي او دا راز له طالبانو سره له سولې مخکې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته لار اواره کړي.
خبریال: خالد نیکزاد