پرمختګ او بشپړتیا
شبنم نومې افغان محصلې داسې زیرک سیستم جوړ کړی، چې له درغلۍ پاکې رایې معلومولی شي
څلیریشت کلنې شبنم، چې د اروا پوهنې محصله ده؛ له شپږ میاشتني زیار وروسته یو داسې زیرک سیستم جوړ کړی، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پرې له درغلۍ پاکې رایې معلومیدای شي.
دا وسیله کولی شي ټاکنیز بهیر ساده او د ټاکنو پایله د رایو ورکولو د ورځې په پای کې روښانه کړي.
شبنم میر وایي، دا وسیله کولی شي نه یوازې په ټاکنو کې له درغلیو مخنیوی وکړي، بلکې رایو ته برابر کسان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کمپیوتري سیستم کې ثبت کړي.
د نوي برښنایي زیرک سیستم جوړونکې شبنم میر وایي: خپه په اتومات ډول رایې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لیږي او له مخې یې لومړنۍ پایلې د ټاکنو پر ورځ او وروستۍ هغه له ټاکنو یوه ورځ وروسته اعلامولی شو.
د نوموړي په وینا؛ د دې وسیلې پر کارولو د رای ورکولو له مرکز څخه د اطلاعاتو د لیږدولو لپاره انترنت ته هم اړتیا نه لیدل کیږي او د جي سي ام پر سیمکارت کیدی شي د هېواد له هرې برخې اطلاعات او معلومات د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ولیږدول شي.
د دې وسیلې پر مرسته څه ډول کولی شو رایې ورکړو؟
شبنم میر یې په اړه وایي؛ لومړی هره رای پاڼه باید ځانګړی کود ولري، چې د درغلیو مخه پرې ونیول شي او د رایي ورکوونکي له بایومتریک کیدو وروسته، یو بل کود هم پر پاڼه لګول کیږي. کله، چې رای ورکوونکی رایه کاروي، د رای پاڼې معالومات په دوه لایزري سترګو لوستل کیږي او د رایو ورکولو مرکز ته اطلاعات له کمپیوتري سیستم سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون عمومي سرور ته لیږدول کیږي؛ پرته لدې، چې انترنت ته اړتیا پېښه شي.
شبنم میر له دوه کمرو هم کار اخیستی؛ یو د رای ورکوونکي د تصویر اخیستو لپاره او دوه یم هم د رايې ورکولو بهیر د ثبتولو په خاطر. نوموړې کمرې له یوې زیرکې غوږۍ سره نښلولی، چې د رایو ورکولو له مرکز څخه شېبه په شېبه معالومات وڅاري.
دا سیستم کولی شي، چې د لمر له وړانګو چارج شي.
شبنم میر زیاتوي؛ له دغې وسیلې څخه، چې ما جوړه کړې هیڅوک نشي کولی دوه ځلې رای ورکړي؛ خو ، چې د رای ورکوونکي د ثبت رسید وي.
د دغه سیستم د کارولو په صورت کې اړتیا نشته، چې ستیکر پر پېژندپاڼو ولګول شي او یا هم د رایو ورکولو نوملړ ترتیب شي. پر شرایطو برابر هر رای ورکوونکی کولی شي پر برښنایي او کاغذي پېژندپاڼو یو ځل خپله رای ورکړي. د شبنم میرزیرک سیستم کولی شي د یوه شخص دوه یمه رای باطله کړي او په څلورو کورنیو او بهرنیو حافظو کې یې ثبت کړي، چې له درغلیو پاکې رایې او ټاکنې رامنځته شي.
خبریال: باعث حیات