پرمختګ او بشپړتیا
بیات بنیاد افغان زدکوونکیو ته ۱۵ بورسونه ډالۍ کړل
بیات بنیاد په افغان امریکايي پوهنتون کې د پېنځلس تحصیلي بورسونو لپاره د یو سل و اووه اتیا محصلینو تر منځ د سیالیو أزموینه واخیسته، چې په کې یې پېنځلس کسانو په دغه پوهنتون کې د تحصیل چانس تر لاسه کړ.
د بیات بنیاد د پروګرامونو مدیره عاطفه حسني وايي، چې دغو پېنځلس بورسونو ته له ۱۸۷ محصلینو آزموینه واخیستل شوه.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي، چې د هېواد پوهو زدکوونکیو ته د زدکړې زمینه برابرول د دغې سیالۍ او آزمون موخه وه.
دغو بورسونو ته په درې پړاوونو کې ازمویښې واخیستل شوې، چې ګډونوالو د بیات بنیاد د اوبپاڼې له لارې په انلاین توګه د شمولیت فورمې ډکې کړې وې.
هغه محصلین، چې د بیات بنیاد د تحصیلي بورسونو له لارې یې په افغان امریکايي پوهنتون کې د تحصیل موکه تر لاسه کړې، خوښ دی او وايي، چې له دې لارې به هېواد ته د خدمت جوګه شي.
بیات بنیاد لدې مخکې هم په دغه پوهنتون کې یو شمېر محصلینو ته د خپلو بورسونو له لارې د تحصیل زمینه برابره کړې ده. بیات بنیاد د جوړښت له وخته د بېوزلو کسانو پر لاس نیوي سربېره د پوهنې او تحصیلاتو په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي دي.