تازه خبرونه

بیات گروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت؛ د کابل ښار ځینې سیمې عفوني ضد کړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۳۹۹)

د بیات روغتیایي پروژو مسوول ویلي، د کابل ښاروالۍ د څارنې او ژغورنې ریاست شپږ ودانۍ یې د دوی له غوښتنې سره سم ضد عفوني کړي او د کابل په نورو سیمو کې عفوني ضد لړۍ روانه ده.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له پراختیا وروسته بیات ګروپ او افغان بېسیم مخابراتي شرکت د کابل ښار د عفوني ضد درملو پر شیندلو لاس پورې کړی او دا لړۍ یې روانه ساتلې ده.

بیات ګروپ او افغان بېسیم مخابراتي شرکت د کابل ښاروالۍ په غوښتنه د دې ادارې د څارنې او ژغورنې ریاست ۶ ودانۍ پرعفوني ضد درملو پاکې کړې.

د بیات روغتیایي پروژو مسوول عبدالسمیع رحیمي ویلي؛ د کابل ښاروالۍ له غوښتنې سره سم د دې ریاست ۶ ودانۍ عفوني ضد شوې.         

د کابل ښاروالۍ د څارنې او ژغورنې ریاست د دې بنسټ له عفوني ضد کولو هرکلی او مننه کوي.

د کابل ښاروالۍ د څارنې، ژغورنې او کار کلینک غړي محمود فاضل ويلي؛ له بیات ګروپ مننه، چې د ښار او یو لړ سیمو عفوني ضد کولو لړۍ یې پیل کړې ده. مونږ هیله من یو، چې نور شرکتونه هم له خلکو سره د دغه مرګوني ویروس په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.           

د کابل ښاروالۍ د اړوند ریاست د بشري سرچینو مدیر محبت الله الکوزي ویلي، چې په اوسني کرونایي حالت کې باید نور شرکتونه هم د ښار په عفوني ضد کولو کې ونډه واخلي.       

په کابل او هېواد  کې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی، روغتیایي مسوولین سپارښتنه کوي، چې خلک دې ټولنیز واټن رعایت، لاسونه پر اوبو او صابون پریمنځي او په کورونو کې دې پاتې شي، چې د دې ویروس د پراختیا مخنیوی وشي.

Trending

Exit mobile version