تازه خبرونه
صبرۍ اندړ د محرومو او نرندر سنګهـ د ټول ملت استازيتوب غواړي
د ولسي جرګې یوازنۍ معلولې نوماندې میرمن صبرۍ اندړ له آریانا نیوز سره په ځانګړیو خبرو کې څرګنده کړې؛ د نورو نوماندانو په څير ټاکنیزه مبارزه کوي او له دې لارې غواړي، چې د محرومو کسانو لپاره ځان بېلګه کړي.
میرمن صبرۍ اندړ پر پښو معلوله ده؛ خو همت یې له لاسه ندی ورکړی او د ولسي جرګې ټاکنو ته له کابل څخه ولاړه ده.
له کابل څخه ولسي جرګې ته نومانده میرمن اندړ وایي، چې دې جرګې ته د ټاکنیزو هڅو له پیله مې د نورو په څیر کور په کور ګرزیدل پیل کړي؛ له خلکو سره ناسته یم. غواړم، چې نه یوازې په پارلمان کې د یوازنۍ معلولې میرمن په توګه د خپلو خلکو استازې شم، بلکې د هغو غږ هم شم او د ناهیلو کسانو امیدونه په کې را ژوندي کړم.
اغلې صبرۍ اندړ زیاته کړې، چې معلولین د ټولنې غړي دي او کولی شي د ژوند په ټولو چارو کې رغنده ونډه ولري.
ښاغلی نرندر سنګهـ خالصه، چې د هندوانو او سیکانو شورا د پلار له وژل کیدو وروسته ولسي جرګې ته ونوماوه او دی هم د هندوانو او سکانو لپاره بېلې شوې یوې څوکۍ ته پرته له سیاله ودریده.
هغه وايي: غواړم د خپل پلار هیلې تر سره کړم؛ ماته نه یوازې د اهل هنود او سیکانو استازیتوب راپه برخه شوی، بلکې غواړم د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب ته هم ملاوتړم.
د نرندر سنګهـ خالصه پلار اوتار سنګهـ، چې ولسي جرګې ته نوماند و، ننګرهار ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې له دیارلس نورو هندوانو او سیکانو سره ووژل شو، چې اوس دی د دې جرګې نوماند نومول شوی دی.
خبریاله: افسون محمدي