تازه خبرونه

خلک دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په نوروز جشن کې ګډون نکوي ـ روغتیا وزیر

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۵, ۱۳۹۸)

د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دې د نوروز جشن په ځانګړیو مراسمو کې له ګډون ډډه وکړي.

د افغانستان خلک د نوروز نمانځنې ته ځانګړي مراسم جوړوي؛ زیاتره نوروزي پروګرامونه یې ډله ییز وي، مزارشریف ښار ته له نورو ولایتونو او حتا د سیمې او نړۍ له هېوادونو خلک ورځي او د روضې په انګر کې د جنډې پورته کولو مراسم له نږدې ګوري.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي؛ د کرونا یو اتیا شکمنې پېښې او له ایرانه د پنځوس زره افغانانو بېرته را ستنیدنې د اندېښنې وړ دي.

نوموړی وایي: د نوروز نمانځنې لپاره زمونږ دریځ دادی، چې هېواد وال خپلې لیدنې کتنې او تګ راتګ لږ کړي؛ راټولیدنې او ناستې تر سره نکړي. غوره داده، چې د نوروز په نمانځنه کې ګډون ونکړي؛ ځکه له دې سره به ځان، کورنۍ او ټولنه د کرونا له ویروس نه یوازې خوندي کړي، بلکې د خپریدو منخیوی به یې هم وشي. مونږ وایو، چې په کې له ګډون کولو  ډده وکړئ.

په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس لسګونه شکمنې پېښې څېړل شوي؛ خو تر اوسه یوه مثبته پېښه په لویدیځ ولایت هرات کې ثبت شوې، چې په دې وایروس ککړ کس له ایران څخه هرات ته راغلی و.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي؛ په دې وروستیو کې افغان دولت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پرېکړه کړې، چې په هرات ولایت کې به ښوونځي او پوهنتونونه هم د زدکوونکیو او محصلانو پر مخ بند وي.

ولسمشر غني د کابینې نننۍ ناستې ته له ایران څخه د افغان کډ‌والو پر شړلو اندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه، چې دغه ستونزه پاملرنه غواړي.

هغه له مسوولینو یې وغوښتل، چې د هېواد په لویدیځو پولو کې امکانات ډېر کړي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ تر دې مهاله د افغانستان په هرات، هلمند، فراه، غور، بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، لوګر او کابل کې یواتیا  شکمنې پېښې آزمویل شوي، چې له یوه کس پرته د ټولو پایله منفي وه.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز دا هم په ډاګه کړې، چې د کرونا هره معاینه ورته ۱۶ سوه دالره پریوځي.

Trending

Exit mobile version