سوداگري

شنو خونو خوست د سابو له پلوه پر ځان بسیا کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې وزارت له لوري تېر کال په خوست کې سل شنې خونې جوړې شوې، چې ښه پایله یې لرلې ده او اوس په خوست ښار کې د خوست تازه شنه سابه په ارزانه بیه ترلاسه کیږي.

خوست ته پخوا له پاکستان او د افغانستان له ختیځو ولایتونو شنه سابه راتلل، چې پر لارو به خرابیده او بیې به یې لوړې وې. اوس د دغو شنو خونو سابه رسیدلي او خوست یې تر ډېره د پر ځان بسیا کړی دی.

د شنې خونې کارګر نوراحمد په شنه خونه کې رومیان کرلي او وایي، یوازې په تېرو ۱۲ ورځو کې ترې نږدې یو ټن بازار ته وړاندې شوي او د میاشتې تر پایه به ترې تر درې ټنو رومیان وپلورل شي.

د دې ترڅنګ د بادرنګو د  شنې خونې کارګر وایي، نږدې هره اووه نۍ ترې له پېنځه څخه تر لس منو بادرنګ بازار ته وړاندې کوو.

د دغو شنو خونو له برکته په ښار کې د تازه سابو بیې بیخي رالویدلې دي.

 د دغو شنو خونو مسوولیت د کرنې او مالدارۍ وزارت د کاردیف مؤسسې په غاړه دی.

د خوست کاردیف پروګرام مشرحیات وزیرعرفان وایي، مونږ په خوږست کې د چرګانو د روزنې، د شاتو مچیو د روزلو او د شنو خونو د جوړولو په برخو کې کارکړی.

نوموړي دا هم ویلي، چې د دغه پروګرام له مخې به په دې ولایت کې ټولې ۱۲۰ شنې خونې جوړې شي.   

د خوست کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سمیع الله نصرت وایي، اوس د دوی هغه ژمنه په پوره کیدو ده، چې  ویل یې ول، په روان کال کې به خوست د شنو سابو له پلوه پر ځان بسیا شي.

ویل کیږي، پخوا دغو شنو خونو جوړولو ته ډېرو بزګرانو زړه نه ښه کاوه؛ خو اوس نږدې پېنځه سوه غوښتنلیکونه کاردیف ادارې ته سپارل شوي، چې شنې خونې غواړي.

د خوست کرنې او مالدارۍ رییس وایي، اوس په خوست کې سل شنې خونې جوړې شوې دي، پنځوس نورې تر کار لاندې دي او راتلوونکي کال ته یې د سل نورو شنو خونو د جوړولو غوښتنه کړې، چې له دې سره به پر خوست سربېره ګاونډ ولایتونو ته هم په ارزانه بیه د خوست سابه ورسول شي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version