تازه خبرونه
دوه کسانو د(غزنوي سلطان محمود) د زیارت ویجاړولو هڅه کړې
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت څرګنده کړې؛ د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۲) دوه کسانو غوښتل په غزني ښار کې دوه کړۍ ماینونه د(غزنوي سلطان محمود) په زیارت کې ښخ کړي، چې موخې ته له رسیدو مخکې د دوی یو ماین چاودنه کړې ده.
د نوموړي په وینا؛ د دغې پېښې په پایله کې د هغو یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
ښاغلی سیرت د دغې پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې ده.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پاتې ماین ته د پولیسو لخوا په اړوند سیمه کې چاودنه ورکړ شوې ده.
د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي ویلي، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ښایي ډېر مهم زیارتونه او تاریخي آبدات له منځه ولاړشي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د لرغونو ځایونو د ساتنې قطعه باید ژر په دغه ولایت کې جوړه شي.
دا په غزني کې دوه یم زیارت دی، چې په روان کال کې د ناپېژاندو وسلوالو تربرید لاندې راځي. لدې مخکې د شمس العارفین زیارت نړول شوی دی.