تازه خبرونه
دولت جوړوونکې ټاکنیزه ډله د خلکو د تېر ایستلو هڅې کوي- عبدالله عبدالله
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلي ځیني غړي راټول شوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند عبدالله ملاتړ وکړي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند څرګنده کړې، چې د دولت جوړوونکې دلې شعار د حساب ورکولو او حساب اخیستو لپاره د خلکو د تېر ایستو هڅه ده او لومړۍ باید دوی راشي د خپلو ناقانونو کړنو ځواب ماته راکړي، چې له هرې پرېکړې یي خبر یم.
د ولسمشرۍ نوماند او د ملي وحدت حکومت اکرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، واک په ارګ کې انحصار شوی او د خلکود ستونزو د څېړلو لپاره رښتنولي نشته.
عبدالله عبدالله ټینګار کوي، چې دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله په ټاکنیزو کمپاینونو کې له ټولو دولتي امکاناتو ګټه اخلي او خلک باید د ټاکنو پر ورځ د تنظیم شویو درغلیو مخه ونیسي.
ښاغلي عبدالله د امنتیي ځواکونو د ستاینې پر مهال څرګنده کړه، چې دوی اتلان دي او ځان د دوی ملاتړی بولي.
هغه دا هم وویل؛ هغه کسان، چي له ځانونو پخپله اتلان جوړوي او ځان د اتلو ځواکونو ملاتړې بولي حتا پر دغو اتلو ځواکونو باور هم نلري.
د ثبات او همپالني ټاکنیزه ډله څرګندوي؛ راتلونکې نظام ته ستر پروګرامونه سنجول شوي، چې د ټولو خلکو مشارکت په کې تمثیل او په نظام کې د دیموکراسۍ رښتنی بهیر رامنځته شي.
خبریال: رفیع صدیقي