تازه خبرونه
سوله او ټاکنې به د یو او بل بدیل نه وي!
که څه هم پخپل وخت د ټاکنو تر سره کیدو په تړاو اندېښنې شته؛ خو ولسمشر اشرف غني پر رڼو او ټاکلي وخت د ټاکنو پر تر سره کیدو ټینګار څرګند کړ او وایي، چې سوله او ټاکنې د یو او بل بشپړوونکې دي نه د یو او بل بدیل. مشورتي جرګې د سولې لار ښودلې ده ، سولې او ملي یووالي ته د رسیدو په موخه مو هم ستر کارونه پیل کړي دي.
هغه د ملي سرچینو په غوراوي کې ټاکنو ته لومړیتوب ورکړ او وایي، چې له شک پرته ټاکنې کیږي او دا زمونږ ملي دنده، قانوني اړتیا او اخلاقي ژمنه ده؛ ځکه، نو دا مې له همکارانو هیله او ورته سپارښتنه ده، چې د رڼو او پر خپل وخت ټاکنو د ترسره کولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
د سولې هڅو په پنځ او اوج کې ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر ۶ تر سره شي.
د سولې هڅې او ټاکنې د افغانستان لپاره دوه لویې آزموینې دي، چې افغانستان یې په دوه لاري کې درولی دی.